۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې سرچینې وايي چې د طالبانو ډلې ناراضه قوماندان جمعهخان فاتح له فیضاباد ښاره بېرته د بدخشان ولایت نسي ولسوالۍ ته لېږدول شوی دی.
دغو سرچینو شنبه د چنګاښ پر ۲۰مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د طالبانو ډلې دغه ناراضه قوماندان د طالبانو په دوو چورلکو کې نسي ولسوالۍ ته لېږدول شوی دی.
دوه ورځې وړاندې، سرچینو ۸صبح ته د بدخشان نسي ولسوالۍ ته د طالبانو د پوځ د لوی درستیز فصیحالدین فطرت او په هلمند کې د طالبانو د والي مولوي امانالدین د سفر خبر ورکړی و.
د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو دا دوه چارواکي نسي ولسوالۍ ته تللي وو، څو له دغه ناراضه قوماندان جمعهخان فاتح سره وګوري او د دې ډلې خپلمنځي ترینګلتیاوې پای ته ورسوي.
د طالبانو او جمعهخان فاتح ترمنځ د اختلافاتو له زیاتېدو وروسته، تر دې وړاندې د طالبانو لهخوا استول شویو ځواکونو د بدخشان په شکي، نسي او مایمۍ ولسوالیو کې څو پوستې جوړې کړې وې، څو د اوسېدونکو تګ راتګ کنټرول کړي.
په وروستیو اوونیو کې په بدخشان کې د طالبانو او د دغه ناراضه قوماندان ترمنځ د ترینګلتیاوو د زیاتوالي په تړاو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
بلخوا، د طالبانو تر کنټرول لاندې حریت راډیو په بدخشان کې د طالبانو د والي مولوي محمد اسماعیل غزنوي له قوله پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې جمعهخان فاتح د بدخشان په مرکز کې طالبانو ته د «ژمنتیا له اعلانولو» وروسته، بېرته نسي ولسوالۍ ته لېږدول شوی دی.
د طالبانو دې رسنۍ پرون راپور ورکړی و، چې جمعهخان فاتح د طالبانو لهخوا له نسي ولسوالۍ د بدخشان ولایت مرکز فیضاباد ښار ته لېږدول شوی دی.





