۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې سرچینې وايي، چې ټاکل شوې د طالبانو ډلې ناراضه قوماندان جمعهخان فاتح د دغې ډلې لهخوا کابل ته ولېږدول شي.
دغو سرچینو یکشنبه د چنګاښ پر ۲۱مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې جمعهخان فاتح په درواز ولسوالۍ کې له یوې شپې او ورځې پاتې کېدو وروسته، بېرته فیضاباد ښار ته لېږدول شوی دی.
د معلوماتو له مخې، فاتح په هلمند کې د طالبانو د والي مولوي امانالدین، مولوي شمسالدین شریعتي او د درواز د یو شمېر ځایي کسانو په ملتیا، له ۱۰ تنو وسلهوالو کسانو سره فیضاباد ته بیول شوی دی.
د سرچینو په وینا، د بدخشان طالب مشرانو د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراجالدین حقاني په لارښوونه د جمعهخان فاتح د امنیت ضمانت کړی دی.
د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو له فاتح سره ژمنه کړې چې د نسي ولسوالۍ د ولسوال او د دروازو د عمومي امر په توګه به وګومارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د طالبانو ځايي قوماندان عبدالرحمن عمار چې د طالبانو د پوځ د لوی درستیز فصیحالدین فطرت او د دغې ډلې د چارو د ادارې د انسجام د مرستیال سیفالدین تایب په منځګړیتوب کابل ته لېږدول شوی و، د طالبانو له خوا ونیول شو او زنداني کړل شو.
عبدالرحمن عمار د شهر بزرګ ولسوالۍ د سرو زرو د کان پر سر له نښتو وروسته او تر نیول کېدو مخکې، د طالبانو د چارواکو له خوا د دغې ډلې له مشره د «بښنې غوښتلو» لپاره کندهار ته استول شوی و، خو ملا هبتالله ورسره لیدو ته نه و حاضر شوی.





