سرچینې: د سالنګ د لویې لارې د پرانیستو لپاره د طالبانو د ژغورنې ډلو کار پڅ پرمخ ځي

۸صبح، بغلان: بغلان کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې طالبان تراوسه نه دي توانېدلي د سالنګ لویه لار د تګ راتګ پرمخ پرانیزي او د لویې لارې د پرانیستو لپاره د هغوی د ژغورنې د ډلو کار پڅ روان دی.

سرچینې دوشنبه د لیندۍ پر اته‌ویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې ښایي د دغې لویې لارې پرانیستل او د دې پېښې د قربانیانو راایستل وخت ونیسي.

د سرچینو په وینا د اوروژنې د پرمختللو توکو د نشتوالي او د زیات لوګی له امله د اور د مړه کولو لپاره د ژغورنې ډلې ناکامې شي.

سرچینو جوته کړې، چې د ژغورنې ډلو تراوسه د سویلي سالنګ له لارې څه د پاسه ۲۰ سوځېدلي موټر ایستلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ټولګټو وزارت اعلان کړی، چې اور مړ شوی او ډلې د سیمې د پاکولو په حال کې دي.

د ویلو ده، چې د وروستیو شمېرو له مخې په دې پېښه کې نږدې ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button