سرچینې: ازبکستان افغانستان ته ۳۶۰ میګاواټه صادراتي برېښنا پرې کړې ده

۸صبح، کابل: برېښنا شرکت کې سرچینې د افغانستان لپاره د ازبکستان د صادراتي برېښنا د پرې کېدو خبر ورکوي.

د برېښنا له ریاسته یوه باوري سرچینه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې تر ۱۰ ورځو زیاته موده کېږي، چې ازبکستان د افغانستان لپاره خپله ۳۶۰ میګاواټه صادراتي برېښنا پرې کړې ده.

سرچینې د ازبکستان د برېښنا د پرې کېدو د لامل په اړه څه نه وایي.

په همدې حال کې العین فارسي رسنۍ راپور ورکړی، چې د ازبکستان وارداتي برېښنا د لګښتونو د نه ورکولو له امله پرې شوې ده.

اخوا ځینې سرچینې د طالبانو او ازبکستان ترمنځ سیاسي اختلافونه د دغه هېواد له خوا د برېښنا د پرې کېدو لامل ګڼي.

د ویلو ده، چې افغانستان د خپلې اړتیا ترټولو زیاته برېښنا له ازبکستان او تاجکستان څخه واردوي. د برېښنا پرې کېدو په تېر بیا په ژمي موسم کې هېوادوال له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

ورته لیکنې

Back to top button