سپین بولدک له تورخم وروسته، له پاکستان سره د افغانستان تر ټولو مهم بندر ګڼل کېږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو پر وارداتو او صادراتو سربېره، هره ورځ زرګونه کسان د درملنې لپاره له دې لارې پاکستان ته ځي. سپکاوی، د پاکستاني مسوولانو او په هغوی پورې د تړلو کسانو له لوري په ناقانونه توګه د پيسو اخېستل او د قوم، ژبې او د اوسېدو د ځای پر بنسټ د ناورغانو او ناروغ لرونکو ترمنځ تبعیض، هغه ناخوالي دي چې افغانان پر دې لاره په تګ راتګ کې ورسره مخ کیږي. د هغو هېوادوالو په وینا، چې پر دې لاره تګ راتګ کوي، داځای د افغان ناروغانو او ناروغ لرونکو لپاره د رواني شکنجې تر ځایه کم نه دی. د دغه رپوټ موندنې له یو شمېر هغو مسافرو سره د مخامخ خبرو له لارې راټولې شوې چې له دې لارې پاکستان ته تللي دي.
ډيری هغه کسان چې په دغه رپوټ کې ورسره مرکې شوې دي، د سپین بولدک په بندر کې د پاکستاني پولیسو له لوري د توکم، ژبې او د اوسیدو د ځای پر بنسټ د افغانانو ترمنځ د تبعیض له شتونه شکایت کوي. هغوی وايي، پاکستاني پولیس هغو مسافرو ته چې د کندهار او هلمند تذکرې لري، د سویل لویدیځ زون د مسافرو په پرتله زیاتې اسانتیاوې برابروي. هغه کسان له امتیازه برخمن دي، چې پر پښتو ژبه پوهېږي او دغه راز په تذکرو کې یې د قوم نوم پښتون لیکل شوی وي.
د هرات يو اوسېدونکی حاجي حميدالله حبيبي چې خپله مېرمن يې پاکستان ته د درملنې لپاره بېولې ده، وايي: «کله چې سپين بولدک ته راورسېږئ، داسې احساس کوئ چې یوه پردي چاپېريال ته تللي ياست او دا مو وطن نه دی. هغه کسان چې د هلمند او کندهار تذکرې ولري، پاکستاني پولیس یې پر تذکرو سره ټاپه لګوي او چمن ته تر رسېدو پورې پلټنځایونه له هېڅ ډول پلټنۍ او خنډ پرته د مزل کولو اجازه ورکوي. که ستاسو تذکره د نورو ولایتونو وي،، خو په پښتو ژبه خبرې کوئ او یا مو په تذکره کې د قوم نوم پښتون لیکل شوی وي، بیا هم یو امتیاز ګڼل کیږي او تاسو په اسانۍ او لږو پیسو سره له پولې تیرېدلای شئ. خو د هغو کسانو لپاره چې دا شرایط نه لري، لاره ستونزمنه ده. ځايي قاچاقبران، چې خلک يې لغړيان بولي او له پاکستاني پوليسو سره همغږي دي، تاسو د پيسو په بدل کې هغې غاړې ته اړولای شي.»
دغه مسافر زیاتوي: «کله چې پاکستاني پولیسو زه په یوه پلټنځای کې ودرولم او زما زما تذکرې ته یې وکتل،په پښتو یې راته وویل، ته پښتون یې؟ ما وویل هو. هغه وویل، نو بیا پښتو وایه. ما ورته وویل چې موږ د هرات پښتانه په فارسي خبرې کوو. زه په پښتو پوهیږم خو خبرې نه شم کولای. لغړي چې زما لارښوونکی و، هغه ته يې ۵۰۰ کلدارې ورکړې، پوليس پر مخ په څپېره وواهه او ويې ويل چې ته فارسیوان رانه په ۵۰۰ کلدارې بیایي، ۱۵۰۰ کلدارې راکړه. له ډير جنجال وروسته یې هغه ته په ۱۰۰۰ کلدارو قناعت ورکړ. زه فکر کوم کله چې موږ له پولې بهر شو، شپږ پوستې وې، او هرې یوې ته باید له استثنا پرته پیسې ورکړل شوي وای.»
د دغه مسافر په وینا، د سپین بولدک په بندر کې تبعیض او توپېر د افغانانو ترمنځ رخه او کینه رامنځته کوي او ملي یووالي ته زیان رسوي. ځکه د ده په وینا، د فساد سلسله له سپین بولدکه پیلیږي، چې ټول لغړيان افغانان دي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خلکو له مجبورۍ دا ناوړه ګټه پورته کوي.
په سپینبولدیک کې د لیګرین ګرم بازار
«لغړیان» هغه اصطلاح ده چې ښايي يوازې په سپين بولدک کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله کې کارول کیږي. لغړی هغه څوک دی چې د طالبانو د پوله ساتو او پاکستاني پولیسو په همکارۍ افغانان د سپین بولدک له لارې چمن ته چې د پاکستان د بلوچستان ایالت برخه ده، د پیسو په بدل کې لېږدوي. کله چې ناروغان او ناروغ لرونکي د پاکستان دروازې ته څېرمه د سپين بولدک بازار په وروستۍ برخه کې له موټر راښکته کیږي، نو لسګونه لغړیان یې پر لور ورځي او هڅه کوي، چې د بیلابیلو بیو په وړاندې کولو او د خپل کار په ستاینې سره یې هغې غاړې ته اړولو ته قانع کړي.
د خلکو د لېږد لګښت ثابت نه دی او کله چې د طالبانو او د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ تاو تریخوالی زیات شي، تر یوې مودې ۳۰ زره کلدارو ته رسېږي. په عادي حالت کې، له ۳ زره کلدارو پیل کیږي او کله ناکله د ناروغانو لپاره تر ۱۰ زره کلدارو پورې لګښت لري. څومره چې یو څوک له چاپیریال سره اشنا وي او پر دې لاره یې تګ راتګ کړی وي، هغومره به یې لګښت کم وي. هغه کسان چې په لومړي ځل پاکستان ته سفر کوي، زیاتې پیسې ورکوي.
د هرات د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالسلام نوري چې څو ځلي پاکستان ته د يوه ناروغ د ملګرى په توګه تللى، وایي: « په لومړي ځل چې لاړم، د کورنۍ دوه غړي مې ناروغ وو. ځکه چې ما څوک نه پېژېدل، لغړیانو رانه ۲۱ زره کلدارې واخيستې. یعنې د هر کس پر سر اووه زره. خو وروسته چې پر لاره بلد شوم او پوه شوم، لغړیانو ته مې له درېېو تر څلورو زرو کلدارو زیاتې ورنه کړې.»
دغه مسافر د پاکستاني پولیسو او لغړیانو تر منځ د فساد او جوړجاړي په تړاو وايي: « لغړیان په خپلو جیبونو کې څو تذکرې لري. پر دغو جعلي تذکرو د سپین بولدک د اوسیدونکو عکسونه او ځانګړتیاوې لګول شوي دي. تذکرې ناروغانو ته ورکوي، موږ ته لارښوونه کوي چې کله درنه پوښتنه وشي چې د کوم ځای یاست، ورته ووایاست چې د سپین بولدک یو. موږبه هم چې کله د پولیسو تلاشۍ ته ورسېدو، همداسې به مو ویل. لغړي به هم پولیسو ته پیسې ورکړې او له دې پرته چې عکس او د هویت ځانګړتیاوې وګوري، اجازه یې راکوله. دا کار به د پاکستان د پولیسو تر وروستي پلټنځای پورې روان و.»
خو د سپین بولدک له پولې د تېریدو شرایط تل داسې نه وي. هرکله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله تاوتریخوالی زیاتېږي، ناروغان د پاکستاني پولیسو له خوا له سختۍ او تاوتریخوالي سره مخ کېږي. عبدالسلام زیاتوي:« څو ورځې مخکې له نښتو وروسته یو بیړنی ناروغ راته پيدا شو. اړشوم چې پاکستان یې بوځم، خو پوله بنده وه. ناروغ عاجل و، نو مجبور شوم چې د هر کس پر سر ۳۰زره کلدارې ورکړم او پاکستان ته د تګ اجازه راکړل شي.»
په ناقاونه توګه د پیسو اخېستل او بډې یوازې په د تګ په لارې پورې محدودې نه دي، بلکې افغانان د بېرته راتګ پر مهال هم اړ دي چې پرلاره پولیسو ته یوه اندازه پیسې ورکړي. د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالظاهر وايي، چې د بېرته تګ پر مهال یې هم له هغه او ورسره دوو ناروغانو پیسې اخیستي دي:« کله چې بېرته راستانه شوو، د پولیسو په وروستي پلټنځای کې یې زما تذکره وکتله او د شخصي جامو یوه تنکي ځوان ته یې ورکړه، هغه زه ګوښه کړم او راته ویې ویل چې تاسو څو کسان یاست. ما ورته وویل چې درې کسان. ویې ویل شپږ زره کلدارې راکړه. ما ورته وویل د څه لپاره؟ هغه وویل که یې رانه کړې، نه مو پرېږدم چې لاړشئ. له ډير جنجال او یو ساعت انتظار وروسته یې د هر کس پر سر پر زرو کلدارو قناعت وکړ او اجازه یې راکړه چې ولاړ شو.»
تګ او راتګ پرمهال د ناروغانو سپکاوی
د سپین بولدک پرلار د ناروغانو ځورول او سپکاوی یوه عادي خبره ګرځیدلې ده. په زرگونو افغانان چې هره ورځ د مجبوریت له امله پاکستان ته ځي، اړ دي چې ټولې دا ناخوالې وزغمي. پر لاره اصلي اندیښنه دا ده چې یو مناسب لغړی پيدا کړی او وکړای شي چې د پاکستان د پولیسو له پوستې تېرشي. د پیسو په ورکولو سربیره، په ډیرو پوستو د پیسو پر ورکولو سربېره، افغانان له انتظار او د پولیسو له ځورولو سره هم مخ کیږي؛ ځکه چې په ډيری دغو پلټنځایونو کې د پولیسو او لغړیانو ترمنځ د پیسو د ورکړې په برخه کې اختلاف رامنځته کیږي او پولیس ناروغان او د هغوی ملګري په تاوتریخوالي سره بېرته ستنوي. په داسې قضیو کې، ناروغان باید دې ستونزې ته څو ساعته انتظار وکړي څو د نورو لغړیانو په منځګړیتوب حل شي.
د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي عبيدالله چې د سپين بولدک پر لاره د انتظار ترخه تجربه لري، وايي: « موږ له دوو پلټنځایونو تېر شوو. کله چې موږ دریمې تلاشۍ ته ورسیدو او پولیس پوه شول چې موږ په پښتو خبرې نه شو کولای، له هرکسه یې دوه زره کلدارې وغوښتې. لغړي ورته ۵۰۰ کلدارې ورکړې. موږ یې په تاوتریخوالي او ټېل وهلو سره بېرته وګرځولو. نږدې درې ساعته یې د نظربند په بڼه ساتلي وو، تر څو چې د نورو لغړیانو په منځګړیتوب پر ۱۲۰۰ کلدارو راضي شول او موږ ته یې د تلو اجازه راکړه.»
د راستنېدو پرمهال له مسافرو سره تاوتریخوالی
د پولیسو تاوتریخوالی تر ډيره هېواد ته د افغانانو د راستنېدو پرمهال ترسره کیږي. له دې پولې نه هره ورځ د زرګونو خلکو د تګ راتګ او ګڼې ګوڼې له امله پاکستاني پولیس د چمن ځینې اوسیدونکي چې له انسانانو سره د چلند په تړاو ډیر کم پوهاوی هم نه لري، له ځانه سره دروي. دغه کسان ګمارل شوي دي چې د چمن د هغو اوسېدونکو د وتلو مخه ونیسي چې سپين بولدک ته پاکستاني توکي قاچاق کوي او پلوري یې. پولیس او ځایي همکاران یې پرځای د دې چې دغه کسان وپيژني او ودروي، له استثنا پرته په ډير سپکوونکي ډول راستانه شوي کسان په هغو پنډو پيپونو چې په لاسونو کې یې دي، وهي او ډبوي. ډير لږ خلک له دغو وهلو ټکولو پرته تېرېږي.
د هرات ولايت د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکی محمد عمر چې له پاکستانه د راستنېدو پر مهال د سپين بولدک په پوله کې وهل شوی، وايي: « ما په خپل ژوند کې د پاکستان د سرحدي پوليسو په څېر بې نظمه او قانون ماتوونکي نه دي ليدلي. توکي د چمن خلکو قاچاق کول، دوی به زموږ خلک وهل. کله چې بیرته راستون شوم یو ملکي کس چې له پاکستاني پولیسو سره و، زما په اوږه دوه ګوزاره وکړل، په خدای قسم چې دوه اونۍ یې ځای شین ښکارېده. ظالمانو څو غیر مسلکي کسان درولي وو، د حیوانانو د رمي په څېر یې د خلکو او ناروغانو پر اوږه، سر او مخ وارونه کول»
د سپين بولدک پوله د تېر مخکیني حکومت پر مهال هم د افغان ناروغانو د تګ راتګ پر مخ خلاصه وه، خو دا کار هېڅکله په منظم ډول ترسره نه شو او تل پکې بډې اخیستل او ځورول وو. له هغې وروسته، چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، پرسرحدي اصولو او قواعدو د طالبانو د نه پوهېدو له امله، کله ناکله له پاکستاني پولیسو سره د هغوی وسله والې نښتې کیږي، دا نښتې د مسافرو د تګ او راتګ پر مخ د لارې پر تړل کېدو سربېره، د دې لامل کیږي چې پاکستاني پوله ساتونکي له افغان ناروغانو او ناروغ لرونکو سره سخت چلند ولري.