د هرې ورځې په تېرېدو سره په سمنګان کې د ښځو لپاره کاري زمینې کمېږي. د طالبانو د رژیم له بیا راتګ وروسته یو شمېر کارګرو ښځو په ځانګړې توګه سوداګرو مېرمنو په بشپړه توګه خپل اقتصادي فعالیتونه بند کړي او یو شمېر نورې یې د دغه ولایت له مرکز ایبک ښاره کډه کوي.
دغه ښځې د کار او روزګار لپاره پلازمېنې ته ځي، خو په کابل کې هم د کار له نشتوالي شکایت کوي.
ستاره عظيمي يوه له هغو مېرمنو څخه ده چې له لسو کلونو راهيسې په سمنګان ولايت کې د لاسي صنايعو په برخه کې کار کوي. هغه وايي چې په هېواد کې د رژیم له بدلون وروسته طالبانو د ښځو پر فعالیتونو سخت محدودیتونه لګولي دي. هغه زياتوي، چې ټولنيزې او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي، چې نور په سمنګان کې کار ونه کړي او له همدې امله کابل ته تللى ده. تر طالبانو وړاندې مېرمن عظيمي خپل لاسي صنايع په سمنګان، بلخ او کابل کې په بېلابېلو نندارتونونو کې نندارې ته اېښودل او ښه پلور يې درلود، خو د هغې په وينا اوس په کابل ښار کې هم د لاسي صنايعو د پلور بازار د پخوا په څېر ښه نه دی.
ګلالۍ بله ښځه ده چې په تفریحي پارک او د ښځو په مارکیټ «تهمینه» کې یې رستورانت درلود. په دې راپور کې د امنیتي دلایلو له امله د هغې د رستورانت نوم نه دی یاد شوی. له ګلالي سره په دغه رستورانت کې پنځو نورو مېرمنو هم کار کاوه، خو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دغه تفریحي پارک د ښځو پر مخ وتړل شو او د اغلې ګلالۍ رستورانت هم بند شو. ګلالۍ زیاتوي: «طالبانو د سختو محدودیتونو له لګولو سره د ښځو لپاره بدیل نه دی پرېښی او باید د ښځو د فعالیتونو لپاره د حل لاره ولټوي.»
د ګلالي په وينا، که طالبان همداسې دوام ورکړي، ټولې کارکوونکې ښځې او سوداګر به له هېواده ووځي. ځکه چې د دې په وینا ښځې باید د خپلو کورنیو لپاره ډوډۍ پیدا کړي.
په سمنګان کې د اقتصادي فعالیتونو له درولو وروسته یو شمېر کارګرې مېرمنې پلازمېنې ته راغلې او خپل فعالیتونه یې بېرته پیل کړي دي، خو یو شمېر سوداګرې او صنعتکارې ښځې نه شي کولای چې پلازمېنې ته سفر وکړي.
لیلا احمدي د ښځو د لاسي صنایعو له استادانو څخه ده چې په سمنګان ولایت کې یې یوه کوچنۍ فابریکه درلوده. نوموړې وايي، چې له پنځو کلونو راهيسې يې په دغه ولايت کې د ښځو د لاسي صنايعو د فابريکې مسووليت پر غاړه درلود، خو وروسته له هغې چې طالبانو بېرته هېواد ونيوه، د دې فابريکې فعاليت ودرېد او اوس په کابل ښار کې د لاسي صنايعو پر توليد بوخته ده. هغې څرګنده کړه، چې په کابل کې د لاسي صنايع بازار هم سوړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د نجونو او ښځو د فعالیتونو د محدودولو لپاره لسګونه ډول ډول فرمانونه صادر شوي دي. د دغو فرمانونو په صادرېدو سره په هېواد کې د ډېرو ښځو ژوند له ستونزو سره مخ دی.
تر دې وړاندې طالبانو د یوه فرمان له لارې په دولتي ادارو کې د حجاب اغوستل لازمي کړي وو. د دغه فرمان له مخې هغه ښځې چې حجاب نه اغوندي باید له دولتي دندو ګوښه شي.
د دغې ډلې د وروستي فرمان له مخې د سپورټي تالارونو، تفریح ځایونو او رستورانتونو دروازې د ښځو پر مخ تړل شوې دي. د طالبانو دغو سختو بندیزونو د ښاریانو په ځانګړې توګه د کارګرو ښځو غبرګونونه پارولي دي.
سهیلا قاسمزاده په ایبک ښار کې د یوې موسسې مشره وه، چې د طالبانو له خوا د بندیزونو د لګولو له امله یې اقتصادي چارې ودرولې. هغې په تېرو لسو کلونو کې د بېلابېلو پروژو په پلي کولو کې ډېره تجربه ترلاسه کړې او په دې موده کې يې د کليو مېرمنو ته د ګنډلو، ګلونو ګنډلو، ورېښمو اوبدلو او د مالدارۍ په څېر لسګونه د عامه ګټو پروژې برابرې کړې، خو اوس نه شی کولای د امنیتي ګواښونو له امله سمنګان ولایت ته ولاړه شي.
اغلې قاسمزاده ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «د جمهوریت پر مهال مې د کلیوالو ښځو لپاره د ځان بسیاینې ډېرې پروژې برابرې کړې، ترڅو ښځې وکولای شي د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې اساسي رول ولوبوي، خو د طالبانو واکمنۍ او وضع شويو محدودیتونو ښځې له محرم پرته له کار کولو منع کړې. او ښځې له سفر څخه منع شوې دي لامل شوې چې د خپلې ادارې جواز د تل لپاره وځنډوم او د ژوند د خوندیتوب لپاره په کابل ښار کې پټ ژوند وکړم.»
اوس مهال په سمنګان ولایت کې ښځې یوازې په خیاطۍ، سینګارتونونو او د مالداری پر کارونو بوختې دي، چې د لږ معاش په ترلاسه کولو سره خپل ژوند پر مخ وړي. دا په داسې حال کې ده، چې د دوى په وينا، پخوا په ايبک ښار کې مېرمنو په بېلابېلو برخو لکه لاسي صنايعو، مرۍ اوبدلو، ګل دوزۍ، سینګارتون، د رستورانت مديريت او خياطۍ په برخه کې له دولتي او خصوصي بنسټونو سره کار کاوه، خو اوس له ښځو د مرستندویه بنسټونو د نه ملاتړ له امله، د ښځو فعالیتونه محدود شوي او ان یو زیات شمیر کارګرې او سوداګرې ښځې اړ شوي چې سمنګان ولایت پرېږدي او د خپل ژوند د دوام لپاره کابل ښار ته کډه شي.