هغه پیښې چې ټوله ټولنه یا یې لویه برخه اغېزمنوي، د ټولنې د امکاناتو او محدودیتونو پولې څرګندوي. ټولنه د لویو ناورینونو او غمېزو پر مهال- د بل هر وخت په پرتله- پرخپل ځواک او نیمګړتیاوو ډېره پوهېږي. غمېزې رامنځته کوونکې وروستۍ زلزلې، چې د ترکیې او سوریې دواړه هېوادونه یې زیانمن کړي، د دولت او سیاسي- مدني بنسټونو د شتوالي اهمیت څرګند کړ.
په ترکیه کې، سیمهییز، ملي او نړیوال غبرګونونه، د سوریې په پرتله، خورا چټک او پراخ ول او د رسنیو او دولتونو پام هم تر سوریې ډېر ترکیې ته وو، ځکه چې ترکیه، د نړۍ په رادار کې وه او دولت یې درلود او ددغه هېواد د ټولنې دننه او ټوله نړۍ کې یې، د اړیکو او اطلاع رسونې لپاره، فعالې ادارې او سیستمونه لرل.
که څه هم، چې سوریې ته ډېره وراني او مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو تر ترکیې لږ پام ورواوښت. او ددې خاورې خلک به چې له ناورین او د ادارو او دولت له نشتوالي سره مخ دي، د ترکیې د زلزله ځپلو په پرتله ددې غمېزې کړاوونه ډېر وخت وګالي! د دولت او فعالو ادارو لرل، یو لوی امتیاز دی. د سوریایانو او افغانانو په څېر ملتونه، چې د کلونو جګړو او د ورانۍ له پروژو وروسته، د دولت او ادارو د نشتوالي په زندان کې، پرېښودل شوي دي، په پېښو کې تر نورو ملتونو ډېر زیانمنېږي.
په ترکیه کې زلزلې، د ټولنې نسبتاً پیاوړي بنسټیز او ټولنیز ظرفیتونه په ډاګه کړل. دولت له نسبتاً پراخو اسانتیاوو سره د لټون او ژغورنې عملیات پېل کړل، خو تر ټولو مهمه دا چې ګوندونو، سازمانونو، اتحادیو او بېلابېلو دیني، کلتوري او ټولنیزو بنسټونو، د مرستو په راټولولو او د سرچینو په سمبالولو لاس پورې کړ.
ویل کیږي، چې د خوراکي توکو، پیسو او جامو راټولې شوې مرستې، د هغه سیستم له ظرفیته پورته وې، چې باید وېشلي یې وای. د سیستم د وړتیا محدودیت، دلته د دولت او د هغه د ځانګړو ادارو یوه مهمه مسأله ده. دغې طبیعي غمېزې دا روښانه کړه چې ان نسبتا پیاوړي حکومتونه، چې په جګړه کې خورا ماهر دي، وسلې او جنګي وسایل یې له ملي پولو هاخوا بازار موندلي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې، په سیاسي شخړو کې لاسوهنه کوي، سازمانونو او ادارې یې ګڼې څانګې او پيچلې بیوروکراسۍ لري، په داسې پېښو کې ډېر کوچني او کمزوري راڅرګندېږي. دغه هیوادونه د وخت په محدوده کې، میلیونونو قربانیانو ته د رسیدو ظرفیت نهلري. په دغو حالاتو کې که حکومت له قضیې سره د معمول انحصاري، سیاسي او جغرافيايي لیدلوري په پام کې نیولو سره چلند کوي، په لوی خنډ بدلېږي. ان تر ټولو پیاوړی دولت چې خزانه یې له پیسو ډکه او زیرمې یې له بمونو او جنګي وسایلو ډکې وي، په یوازیتوب او د کورنیو نادولتي سازمانونو، ګوندونو، مخالفو سازمانونو او د ولس له همکارۍ پرته، هیڅ نشي کولای. په دغو پېښو کې چې حکومت څومره متعصب او انحصاري وي، هغومره خلکو ته زیان رسوي او په ټولنه کې د شته ظرفیتونو د کارونې مخه نیسي. په داسې پېښو کې که ان له ملي امکاناتو نه په ښه توګه کار هم واخیستل شي او دولت یې د سمبالتیا مخه هم ونه نیسي، دا هرڅه کافي نه دي او نړیوالې همکارۍ ته جدي اړتیا پېښېږي.
په دغو حالاتو کې کاذب ملي غرور افشا کیږي او د افراطي ملتپالنې د سياستوالو او مبلغانو هغه باټې چې د یوې خاورې د استوګنو او د هغه هېواد د ملي ادارو د ځان بسیاینې او فوق العاده وړتیاوو په تړاو یې بېدریغه وهي؛ لکه لوګي هوا ته پورته کیږي او یووالي او همکارۍ ته د بشر اړتیا رابرسېره کیږي.
د اقلیمي ناورینونو د احتمال زیاتېدل، د کرونا په څېر د ساري ناروغیو خپرېدل، د ترهګرۍ ننګونې او د ډلهییزې وژنې وسلو ته د دولتونو زیاتیدونکي لاسرسی او نور بالقوه نړیوال ګواښونه، چې د ملي ظرفیتونو اوامکاناتو له پولو اوړي، له دولت د هاخوا شتمنیو په تړاو (د هغو ټولنیزو بنسټونو، ګوندونو او اتحادیو په اړه چې کورنی پېوستون رامنځته کوي او هغو سازمانونو او بنسټونو په اړه چې پر وخت د نړیوالو اقداماتو لپاره شرایط چمتو کوي) فکر کول، د بشریت لپاره حیاتي دي.