د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو ناسم مدیریت اوږدمهاله اقتصادي ننګونې زیاتې کړې دي

۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو ناسم مدیریت په افغانستان کې د اوږدمهاله اقتصادي ننګونو د زیاتېدو لامل شوی دی.

فاکس نیوز دوشنبه د لیندۍ پر ۲۱ راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال والي اډیمو د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ د اماني صندق د جوړېدو په تړاو ویلي: «د طالبانو ناسم اقتصادي مدیریت د افغانستان لپاره اوږدمهاله اقتصادي ننګونې زیاتې کړې دي؛ له دې جملې هغه اقدامونه چې د مهمو اقتصادي بنسټونو ظرفیت یې کم کړی او دغه هېواد ته د سرچینو بېرته ګرځېدل یې د نه دفاع وړ کړي دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټینګار کړی دی، چې د افغانستان د اماني صندق جوړېدل به د دغه هېواد د اقتصادي ننګونو له کمولو سره مرسته وکړي.

افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پراخو نړیوالو بشردوستانه مرستو له راتلو سره سره لوږه او بېوزلي ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي.

ورته لیکنې

Back to top button