د افغانستان د احصايې او معلوماتو ادارې د خپل کلني راپور وړاندې کولو په ترڅ کې تېره ورځ اعلان وکړ چې اوسمهال د افغانستان نفوس ۳۳ ميليونه او ۶ سوه زره دی.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، ۳۳ ميليونه او ۶ سوه زره وګړو کې ۱۶.۵ ميليونه ښځې او ۱۷.۱ ميليونه نارينه دي، په همدې اساس په افغانستان کې د ښځو په پرتله د نارينهؤ شمېر ډېر دی.
د احصايې ادارې مسؤلينو وويل، ۷۰ سلنه افغانان کليوالي او پاتې ۳۰ سلنه يې ښاري ژوند کوي.
د دغې ادارې مرستيال حسيب موحد وويل، په ښارونو کې د وګړو زياتېدل ګڼې ستونزې زېږولي خو د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې بيا دغه رقم توپير کوي.
د دغه کلني راپور له مخې، کوچيان د افغانستان ۴.۵ سلنه نفوس جوړي او د هېواد له ۴۷ سلنې څخه پورته وګړو عمرونه تر ۱۵ کلونو کم دي.
افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې ډېری وګړي يې ځوانان دي او د معلوماتو په اساس یوازې ۵۰ سلنه نفوس يې د کار نفوس دی.
د ياد راپور له مخې د بې کارۍ کچه لوړې شوې او د بې وزلۍ اندازه بيا ۴۷ سلنه ښودل شوې ده او په ټوله کې اقتصادي وده کمه شوې او کلنی عايد هم ټيټ شوی دی.
د احصايې ادارې د دغه راپور په اساس د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې او په ټرافيکي پېښو کې ۱۲ سلنه زياتوالی راغلی دی.
يادې ادارې ويلي، د غنمو په حاصلاتو کې لوړوالی راغلی او د هېواد ناخالص کورني توليدات ۱۹ ميليارده او ۷۹۰ ميليونه ډالره دی.
د احصايې ادارې په وينا، دا د کرونا ويروس د لومړي کال راپور دی، هغه کال چې د افغانستان په شمول ټولې نړۍ ته د اقتصادې ضربې له امله ښه کال نه ؤ.