د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو وضعیت؛ طالبان په بلخ کې پر نشه‌يي توکو روږدو کسانو ته تبلیغ کوي

که څه هم له اعتیاد څخه خلاصون اسانه کار نه دی، خو په افغانستان او نړۍ کې په زرګونو روږدي کسان د درملنې په مناسبو لارو چارو او هڅوونکو مشورو سره ژغورل او عادي ژوند ته راستانه شوي دي. ارواپوهان او روغتیاپوهان په دې باور دي چې روږدي کس ته باید د ناروغ په سترګه وکتل شي او د اغیزمنو درملو او روغتیایي مشورو په کارولو سره عادي ژوند ته راستون شي. روغتیايي سرچینې په داسې حال کې د هېواد په شمال کې د روږدو کسانو د درملنې د مرکزونو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې طالبان د ګټورو مشورو پر ځای روږدو کسانو ته نصیحت کوي؛ هغه کړنه چې د ډاکټرانو له نظره د ټولو روږدو کسانو لپاره ګټور نه ده. هغه ډاکټران چې په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په څانګه کې کار کوي په دې باور دي چې د خلکو د روږدي کېدو لاملونه توپير لري او تر څو چې ډاکتران دغه لامل ونه موندلای شي، د روږدو کسانو درملنه له نورو لارو نه کېږي.

په بلخ ولایت کې د معتادینو د پنځوس بستریز کلینیک یوه روغتیايي کارکوونکي د نوم د نه ښودلو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «د طالبانو له واکمنۍ وروسته اکثره هغه بنسټونه چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملني روغونونو سره یې مالي او درملو مرسته کوله، اوس یې له مرستې کولو او درمل ورکولو هم لاس اخیستی.»

د دغه روغتون کارکوونکی وايي چې اوس مهال روږدو کسانو ته یوازې څلور قلمه درمل ورکول کېږي چې د ده په اند د روږدو کسانو د روغیدو لپاره کافي نه دي. د معدې شربت، د خوب درمل، ویټامین او د معتادینو شربت هغه درمل دي چې اوس مهال په شپه او ورځ کې روږدو کسانو ته ورکول کېږي. هغه په ​​دغه روغتيايي مرکز کې روږدي کسان «ناروغ» بولي او يادونه کوي چې د اقتصادي ستونزو له امله ورته کافي خواړه هم نه ورکول کېږي.

د هغه په ​​وينا، د جمهوريت په دوره کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې کلينيکونه د نړيوالو بنسټونو تر ملاتړ لاندې وو او د لوړ کيفيت درملو او کافي خوراکي توکو تر څنګ يې د ژوند کولو لپاره د هغوى د هڅونې او په دې اړه د لا زيات پوهاوي لپاره لازمې مشورې ورکولې، ترڅو د کورنۍ اهمیت او په ټولنه کې ګډون لپاره ښه پوهه ترلاسه کړي. دغه روغتیايي کارکوونکی زیاتوي:«اوس یوازې هغو ناروغانو ته چې تر درملنې لاندې دي یوازې دیني مسایل تدریس کیږي.»

احمد منیر (مستعار نوم) یو له هغو ډاکټرانو څخه دی چې له ډېرې مودې راهیسې په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې کار کوي. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، له روږدي کېدو څخه د خلاصون لارې چارې د روږدي کس په مزاج او شخصیت پورې اړه لري. د هغه په ​​وينا، ډېرى روږدي کسان د خوشحالی لپاره نشه يي توکو ته مخه کوي او دغه نشه يي توکي او مخدره مواد په انسان کې د يو ډول دروغجنی خوښۍ لامل کېږي. نوموړی زیاتوي:«له همدې امله باید معلومه شي چې معتاد کس په کومه طریقه د خوشحالی او خوښۍ احساس کوي او د پروګرامونو په بدلولو سره به د روږدي کېدو له اصلي لامل څخه لرې شي.»

دغه متخصص ډاکتر په دې اړه داسی وایې:«د روږدو کسانو ډېره برخه په هغه خوشالۍ او موسیقي محفلونو کې د نشه يي توکو په کارولو سره روږدي شوي دي. متخصص ډاکټر د روږدي کیدو د عواملو په څیړلو سره د روږدو کسانو درملنه او علاج پیلوي، خو سپورت او تفریحي پروګرامونه چې سالم او خوشحاله کوونکي وي، ډیر اغیزمن او ګټور دي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د لویو ښارونو په لارو کې د روږدو کسانو د وضعیت په اړه د ګڼو راپورونو له خپرولو وروسته په کابل، هرات، بلخ او د هېواد په نورو ګڼ مېشتو ښارونو کې د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پیل کړې ده. د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وايي، په بلخ ولایت کې تر ۱۰ زره ډېر په نشه‎ يي توکو روږدي دي، چې د دې ولایت د معتادینو په ۵۰ بستریز روغتون کې له درلمني ورووسته خپلو کورنیو ته تسلیم شوي.

د دې تر څنګ سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې په سمنګانو کې څه باندې درې زره روږدي، په فاریاب کې څه باندې ۱۷ زره روږدي، په جوزجان کې لس زره په نشه يي توکو روږدي او په سرپل ولایت کې څه باندې څلور زره نور په نشه يي توکو روږدي کسان په سړکونو په تفریحي پارکونواو نورو ګوښه ځایونو کې شپې او ورځې سبا کوي. په همدې حال کې په نشه يي توکو لږ شمېر روږدي کسان په ولايتي کلينيکونو کې تر روغتيايي څارنې لاندې دي.

په همدې حال کې هغه روږدي کسان چې د طالبانو تر ادارې لاندې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په کلينيکونو کې يې وخت تېره کړې هم د دغو کلينيکونو له حالت څخه شکايت کوي.

۳۱ کلن حمیدالله شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د بلخ ولایت د معتادینو له پنځوس بستریز روغتون څخه رخصت شوی و. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «دوی موږ ته په روغتون کې له دری وخته خواړو څخه د سهار چای د بورې سره او یوه وچه ډوډۍ راکوله، او ډیری وخت یې په ماښام کې ښوروا راکوله.» د بلخ دغه اوسېدونکې زیاتوي، چې د روغتون مسوولینو د خوراکي توکو، تازه مېوو او درملو په پلمه د هغې له کورنۍ پیسې اخیستې.

سرچينې دا هم تاييدوي، چې اوسمهال په نشه يي توکو د روږدو کسانو کورني د خپلو روږدو غړو د د درملنې لګښت نه شي ورکولى. د دوی په خبره، د هر روږدي کس کورنۍ د درملنې د کچې له مخې روغتون ته له درې څخه تر پنځو زرو پورې افغانۍ ورکوي.

د سمنګان ولايت اوسېدونکى فرشاد له لسو کلونو راهيسې نشه يي توکي کاروي. هغه وايي چې له يوې نيمې مياشتې راهيسې د حضرت سلطان ولسوالۍ په نشه يي توکو د روږدو کسانو په روغتون کې بستر و. فرهاد د دغه روغتون د وضعیت په اړه وايي: «د دې روغتون ساتونکو او ناپاکو کارکوونکو له موږ سره ناوړه چلند کاوه او کله ناکله روږدي کسان د روغتون د ناپاکو کارکوونکو او ساتونکو له خوا وهل او ټکول کېدل.»

د ميمنې ښار اوسېدونکى علي احمد بېک له دوو مياشتو راهيسې تر درملنې لاندې و او اوس له روغتونه رخصت شوى دى. هغه ادعا کوي چې د درملنې پر مهال به يې په اونۍ کې څلور شپې ډوډۍ خوړله او پاتې شپې به يې په لوږه تېرولې. هغه، چې د ميمنې ښار په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په مرکز کې د ١١ روږدو کسانو د مړينې شاهد و، ادعا کوي، چې دغه کسان نشه يي توکو ته د نه لاس رسي، د آرام ورکوونکو درملو نشتوالی او د کافي خوراکي توکو د نه شتون له امله مړه شوي دي.

خو يو شمېر هغه روږدي کسان چې د روږدو د درملنې په مرکزونو کې يې يوه موده تېره کړې او بېرته روغ شوي، اوس بېکاري خپله ستره اندېښنه بولي او فکر کوي چې د کار د نه شتون له امله ښايي بېرته روږدي شي. د بېکارۍ ترڅنګ د نشه يي توکو کښت، تولید، په بازارونو کې په آزاد ډول د نیشه یې توکو پېر او پلور هغه څه دي چې په هېواد کې د ځوانانو د روږدي کېدو بنسټ جوړوي.

خو په بلخ کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي چې د دوی د رژیم په راتګ سره یې لږ تر لږه ۱۷۵ تنه د نشه ‎يي توکو پلورونکي نیولي او زنداني کړي دي. د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په تېر یو نیم کال کې په سمنګان کې ۲۵، په جوزجان کې ۳۱، په فاریاب کې ۷۵ او په سرپل ولایت کې ۱۰ تنه نور د مخدره موادو سوداګر د طالبانو له خوا نیول شوي دي. خو په سلګونو نور پلورونکي په ازاده توګه د چرس، اپینو، شیشې او نورو نشه‌یي توکو په ګډون د نشه‌یي توکو پلور ته دوام ورکوي.

ورته لیکنې

Back to top button