د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي، له ولسمشر ابراهیم رییسي سره چین ته تللی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه سفر دوشنبه شپه د سلواغې پر ۲۴ یوه ټویټ کې اعلان کړ.
عبداللهیان وویل: «دوه اړخیزې اړیکې، څو اړخیزه او د متوازن بهرني سیاست تعقیبول زموږ د اجنډا په سر کې دي.»
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، بیجینګ او تهران د ستراتیژیکو همکاریو د بشپړ تطبیق لپاره هوډمن دي.
عبداللهیان ټینګار وکړ: «هر ځای چې د ملت ګټې نغښتي او د ګډو ګټو اساس وي، مونږ هم هلته یو.»
ایران د خپل اټومي پروګرام له امله له څو کلونو راهیسې د لوېدیځ او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو تر سختو بندیزونو لاندې دی. له همدې امله ایران په اسیا کې د امریکا له دوو سیالانو روسیې او چین سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي.