خوست کې سخت امنیتي تدابیر؛ د حقاني شبکې مهم غړي د دویمې ورځې لپاره غونډه کوي

۸صبح، خوست: په خوست کې ځایی سرچینې خبر ورکوی، چې د حقانی شبکې د مهمو غړو او قوماندانانو د غونډې پر دویمه ورځ سخت امنیتی تدابیر نیول شوي دي.

سرچینو دوشنبه د لیندۍ پر ۲۴ خبر ورکړ، چې د سراج‌الدین حقاني په ګډون د حقاني شبکې یو شمېر قوماندانان او مهم غړي له دوو ورځو راهیسې په خوست ولایت کې سره راټول شوي دي.

تر اوسه د دغو ناستو په اړه کره معلومات نه دي په ډاګه شوي.

دا په داسی حال کې ده چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج‌الدین حقاني پرون په خوست کې د یوې دیني مدرسې د زده‌کوونکو د فراغت په مراسمو کې په غیر مستقیم ډول د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د واک پر انحصار او پر نورو د خپل نظر په تپلو تورن کړ، چې د دغې ډلې د غړو ترمنځ یې غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سراج‌الدین حقاني له څرګندونو یوه ورځ وروسته وویل، چې پر امیر نیوکه باید په پټه ترسره شي.

ورته لیکنې

Back to top button