په اکوادور او پیرو کې زورورې زلزلې ۱۵ کسان وژلي او ۱۲۶ نور یې ټپیان کړي دي

د اکوادور او پیرو چارواکو ویلي، چې په دغو دوو هېوادونو کې د زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۲۶ نور ټپیان شوي دي.
اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې دې زلزلې د شنبې په ناوخته (مارچ ۱۸) سویلي اکوادور او شمالي پیرو ولړزول.
د راپورونو له مخې دغې زلزلې په اکوادور کې ۱۴ او په پیرو کې یو کس وژلی دی.
ځايي چارواکو ويلي، چې دغې زلزلې پېښې ځپلې سیمه، تر ډېره په کنډواله بدله کړې او د ځايي اوسېدونکو برېښنا پرې شوې ده.
د اکوادور ولسمشر (ګیلرمو لاسو) خبریالانو ته وویل چې دغې زلزله په سیمه کې د وېرې لامل شوی ده.
په همدې حال کې د امریکا د ځمکپیژندنې ادارې ویلي چې د ریښتر په کچه د ۶،۸ درجې دغه زلزله، د اکوادور د دوهم لوی ښار (ګویاکیل) په ۸۰ کیلومترۍ کې د ارام سمندر ساحل ته څېرمه شوې ده.
په پیرو کې هم، د زلزلې ټکانونه د اکوادور سره د هغې شمالي پولې څخه مرکزي آرام سمندر ساحل پوري احساس شوي.
په دې وروستيو کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د زلزلو پېښې زياتې شوې دي.