۸صبح، کابل: «د افغانستان د ښځو پیاوړي غورځنګ» له طالبانو سره د تعامل په اړه د ملګروملتونو سازمان له قوله د یوه خبر د خپرولو پروړاندې غبرګون ښودلی دی.
د دغه غورځنګ د مشرۍ ځینو غړو سه شنبه د سلواغې پر څلورمه نېټه په ویډیویي پيغامونو کې له طالبانو سره د ملګروملتونو سازمان پر تعامل منونکي چلند نیوکه کړې ده.
«د افغانستان د ښځو پیاوړي غورځنګ» ویلي: «اعتراض کوونکو ښځو پر ملګروملتونو سازمان له توند اعتراض سره غواړي چې له جنایتکارو ډلو سره د یووالي پر ځای له افغان مېرمنو سره ودرېږي او له حقونو یې دفاع وکړي.»
د دغه غورځنګ غړو په ټولنیزو شبکو کې په یوه همغږي کمپاین کې سره «د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د ملګروملتونو سازمان تابیا، له جنایتکارې ډلې سره یووالی دی» نشر کړی دی.