د ډېوې د روښانه ساتلو لپاره مبارزه، په غور کې یوه مېرمن د کتاب لوستنې غونډې جوړوي

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې یوې مېرمنې د کتاب لوستنې د فرهنګ د بنسټیز کولو او د ښځو د فکري ودې په موخه د کتاب لوستنې غونډې پېل کړي دي. د غور دغې اوسېدونکې پرېکړه کړې، چې د هغو نجونو او مېرمنو لپاره چې له شاوخوا يو نيم کال راهيسې ښوونځيو ته له تګه بې برخې دي اوس اوس یې پوهنتونونه هم پر مخ تړل شوي دي، د کتاب لوستنې غونډې جوړې کړي.

مريم صميم د حقوقو محصله ده. هغه د تحصیل پر مهال د هرات ولایت د یوه فرهنګي مرکز غړې وه. هغې هلته خپلې زده کړې پای ته رسولې او له فراغېدو وروسته بېرته خپل ټاټوبي ته ستنه شوه او پرېکړه یې وکړه، چې خپله پوهه له نورو مېرمنو سره شریکه کړي.

مېرمن صمیم له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې د تحصيل پرمهال د هرات ښار د «استاد عبدالواحد بهره» د کلتوري مرکز غړې وه او د هرات د ښځو د کتاب لوستنې په غونډو کې به یې برخه اخیسته. غور ته له راستنېدو وروسته هغې د نورو مېرمنو لپاره د کتاب لوستنې د غونډو د جوړولو طرحه پرغاړه واخیسته. مريم صميم د دې طرحې د پيل او خپلی انګېزې په تړاو وايي: « په غور ولايت کې د ښځو د کتاب لوستنې غونډې په اصل کې د استاد عبدالواحد بهره په کلتوري مرکز کې د هرات ولايت د ښځو د کتاب لوستنې د پروژې تطبيق دی، چې زه يې دايمي غړې يم. په هرات کې د پوهنتون له پای ته رسولو وروسته چې خپل ټاټوبي ته راستنه شوم، پریکړه مې وکړه چې هغه تجربې او پوهه چې ما په هرات کې د ښځو د کتاب لوستنې له غونډو زده کړې، د غور ولایت له ښځو سره شريکې کړم.»

هغه پر خپل ژوند د کتابونو د ژورو اغېزو خبره کوي او د کتابونو لوستل د ښځو د فکري پياوړتيا يو لامل ګڼي: «په هغې موده کې چې ما په کلتوري مرکز کې د ښځو د کتاب لوستنې په غونډو کې برخه اخیستې وه، زما لپاره ژور فکري بدلونونه را منځته شوي وو کتابونو او مختلفو افکارو له ما سره مرسته وکړه چې لا پياوړې او هوډمنه شم او له کتابه مې د ښځو د فکري ودې لپاره ګټه پورته کړه. زه ډاډمنه یم چې په دې توګه به وکولای شم په خپل ولايت او ان خپل هیواد کې د ښځو خدمت وکړم. په حقیقت کې دا د ټولنې د هر غړي مسؤلیت دی چې په ګډه کار وکړي او د یو بل له تجربې ګټه واخلي څو موږ یوه پرمختللې او مترقي ټولنه ولرو.»

مېرمن صمیم چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې يې په دغه نوښت لاس پورې کړی، د کتاب لوستنې په پروګرام کې د‌ګډون لپاره د ښځو د لېوالتیا د زیاتېدو په اړه خوشبینه ده. هغه زیاتوي:«دا غونډې له څلوېښتو ورځو راهیسې روانې دي. په لومړۍ غونډه کې د ګډون کوونکو مېرمنو شمېر ۱۲ تنه و، چې وروسته په تدریجي ډول د هرې اونۍ په تېرېدو سره د مېرمنو شمېر زيات شو او اوس شپږمه اوونۍ ده، چې تر ۲۰ زیاتې مېرمنې په غونډه کې ګډون کوي. له نېکه مرغه د لومړیو ورځو په پرتله د ښځو لېوالتیا زیاته شوې ده.»

د مېرمن صمیم په وینا، په دې پروګرام کې د ګډون کوونکو مېرمنو لپاره بېلابېلو کتابونه په پام کې نيول شوي، څو په بيلابيلو برخو کې د ښځو د پوهاوي کچه لوړه شي . هغه وایي: « په دې پروګرام کې د لوستلو لپاره بېلابېل کتابونه شته. موږ هڅه کوو چې تاریخي، ادبي، ټولنیز، دیني او داسې نور کتابونه ولولو څو د ټولو مسايلو په تړاو د ښځو د پوهې او پوهاوي کچه لوړه شي او په دې توګه ټولنې ته پوهې ښځې وړاندې شي. ځکه زه باور لرم چې باخبره ښځې ټولنې ته یو باخبره نسل وړاندې کوي او یو باخبره نسل د خپل هیواد پرمختګ ته وده ورکوي.»

د غور ولايت دغه مېرمن که څه هم د کتاب لوستلو د غونډو د جوړېدو لپاره د ځای او اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي، خو د دغه پروګرام د دوام او په دغه محروم ولایت کې د مينه والو مېرمنو لپاره د هغه د پراخېدو د هوډ یادونه کوي: « سره له دې چې لازمې اسانتیاوې نه لرو، بیا هم هڅه کوو چې دا غونډې جوړې کړو. په هره غونډه کې، موږ له یوه ښوونځي یا کلتوري مرکزه غوښتنه کوو چې موږ ته اجازه راکړئ چې خپلې غونډې وکړو.»

د فیروزکوه د ښځو د کتاب لوستنې د ډلې غړې فریده اکرامي په دې پروګرام کې د خپل ګډون او د هغه د اغېزناکتوب په تړاو وايي: « په دغه پروګرام کې زما د ګډون لامل هغه مینه ده چې له مطالعې سره مې لرله، او هیله لرم چې د کتاب لوستنې دغه پروګرام د ټولو د لاسرسي وړ وي او وکړای شو، خپله مطالعه او معالومات زیات کړو.هغه تجربه چې ما تر اوسه ترلاسه کړې دا ده چې دا پروګرام خورا ګټور او ارزښتناک دی، او زما جرئت او پوهه یې زیاته کړې ده. د نورو خلکو نظرونه زما لپاره په زړه پورې او ګټور دي او دغه پروګرام د وینا د هنر لپاره هم خورا ګټور دي.»

د آغلې صمیم دا نوښت د دې ولایت د روڼ اندو او مدني فعالانو له نظره هم د ستاینې وړ دی. په غور کې مدني فعالان د مېرمن صمیم دغه اقدام د کلتور د پیاوړتیا او په ځانګړې توګه د ښځو د پوهاوي په برخه کې لوی ګام بولي. د غور ولايت يو مدني فعال عزيز احمد محب (مستعار نوم) د آغلې صميم د کار ستاينه کوي: « زه زموږ د غورد دې خور د نوښت ستاينه کوم، هغه نه يوازې د ښځو لپاره، بلکې د نارينه وو لپاره هم يوه فوق‌العاده بېلګه ده. مريم موږ ټول په دې پوه کړل چې دا ټولنه تر هر څه زيات علم او پوهاوي ته اړتيا لري او د دې خاورې ښځې د علم په لټه کې دي.»

مريم صميم په داسې حال کې په غور ولايت کې د ښځو د کتاب لوستنې طرحه پرغاړه اخيستې چې طالبانو په هېواد کې د خپلې واکمنۍ له پيلېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي او اوس يې پوهنتونونو ته د ښځينه محصلينو ورتګ ځنډولي دي. د هغو تازه شمېرو له مخې چې د یونیسف له خوا د جمعې په ورځ، د لیندۍ پر ۱۸مه اعلان شوې، په افغانستان کې لږ تر لږه ۴،۲ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي. د هغوی په منځ کې، ۶۰٪ سلنه یې نجونې دي.

ورته لیکنې

Back to top button