طالب او سیاست

لونګ

پخوا په افغاني په تېره بیا پښتنې ټولنې کې د طالب نوم له مینې سره غوټه شوی و، طالب له مینې د یوه مالامال ځوان او زلمی و، طالب د پښتنې ټولنې یو بې ازاره غړی و، ځکه خو د خلکو په دسترخوان ور شریک و او خلکو د خپلې خولې مړۍ ورسره نیمه کوله او زلموټی طالب ( چړي) به د هر کور وره ته ولاړ و، چې ډوۍ راټوله کړي. د کور ښځو او نجونو به له طالبه مخ نه نیوه، ښايي لامل به یې دا و، چې یو خو طالب بې بدو سړی و او بل په یوه دسترخوان پایښت د هغوی ترمنځ د ستر پرده لېرې کړې وه.

طالب تر دې بریده د بې ازاره او مینه ناک سړي استازیتوب کاوه، چې په پښتو ادبیاتو هم د مینې د سمبول په توګه پېژندل کېده، د طالب نوم په سندرو او لنډیو کې ډیر یادېده.«طالبه ورانه به شي ستا لیونۍ مینه ونارې لونګینه ونارې» سندره ښایي ډیرو اورېدلی وي. پخوا نه یوازې دا چې طالب د سندرو مخالفت نه کاوه، بلکې په خپله د سندرو په سرو کو کې یادېده. په پښتو لنډيو کې خو طالب خورا ډیر یاد شوی. دا لنډۍ خو د هرچا په یاد ده چې وایي:
طالبه خداى که به ملا شې
په کتاب پروت يې يادوې شينکي خالونه

پاسنی لنډۍ د دې ښودنه کوي چې د طالب تر ضَرَبَ ضَرَبا زده کولو د مینې د کتاب له شنو خالونو سره ډيره لګېده او د ضَرَبَ ضَرَبا په مانا کې یې پروت شر یې هم نه خوښېده.

طالب یوازې په خپله د مینې په سمندر کې لاهو نه و، بلکې د نورو زړونه یې هم مات کړي وو.

طالبان ډلې ډلې راغلل
زما د يار ډله روستۍ ده رابه شينه

نه یوازې په خپله طالب بلکې د طالب حجره او د وظیفې ( ډوډۍ) راټولول هم په لنډیو کې یاد شوي دي.

طالبان نه دي بلاګان دي
د وظيفې سره مې ګوتې تاووينه

طالب هله بدل شو چې له خپلې ټولنې سره یې ورانه شوه، خپله حجره او جومات یې پرېښود او د داسې مدرسو طالب شو چې د مینې پر ځای د کرکې لوست ورکاوه او له مینې سره یې جګړه ثواب ګڼله. کله چې طالب د کلي د حجرې او مدرسې پرځای په استخباراتي مدرسو کې سبق ته کېناست، نو د اسلام د دین د تبلیغ او ملایۍ د درس پرځای د استخبارتي کړیو په لاس د ځانګړو موخو لپاره لیکل شوي کتابونه پرې د اسلام په نوم ولوستل شول او نه یوازې له خپل کلي او حجرې بلکې له هغو خلکو سره جګړې ته وهڅول شو چې دی یې په ډوډۍ رالوی شوی و.
طالب له مدرسې په رخصتېدو سره خپل هېواد ته نوی اسلام راوړ، هغه اسلام چې تر ټولو ستره غزا پکې د افغاني ټولنې له کلتور او ارزښتونو سره دښمني وه. طالب د اسلام دا بڼه له هغه ځایه راوړه چې د ده له په اصلاح مدرسې لږ اخوا پکې د بدلمنو ښځو د پت پلورنځایونه وو، خو پر ده د استخباراتي کړیو منتر کار کړی و او سترګې یې پرې پټې وې. نه یې د نرښځیو پر نڅاوو د صوفیانو له لوري د کلدارو باران لیده او نه یې هم د هېرا منډۍ په نوم د بدلمنۍ د لوی بازار نوم اورېده.

اوس طالب د خلکو په ذهنونو کې پخوانی د مینې سمبول نه دی. د طالب نوم اوس له ځانمرګي برید، موټر بم، چاودنې، وژنو او ورانولو سره غوټه شوی دی. طالب اوس په خپله د ځان د پيژاند د له منځه وړو په سناریو کې د لوبېدو رول پرغاړه اخیستی دی. طالب اوس د خپل لاشعور غږ هم نه اوري.
طالب هله خپل پيژاند او هویت په بشپړ ډول بایلود او د کرکې دویم نوم شو، چې د سیاست د ناولو اوبو په ډنډ کې یې لامبولو ته زړه ښه کړ. طالب په داسې زمانه کې سیاست ته راودانګل چې سیاست یوازې علم نه بلکې علوم دي او تخصص پکې اخیستل کیږي، خو طالب فکر کوي چې په ضَرَبَ ضَرَبا به یې شل کړي. په سیاست کې د طالب پاتې کېدل داسې دي، لکه نالوستی مقتدي چې د ملا امام پرځای ودرېږي او نورو ته ووایي چې هرو مرو به راپسې اقتداکوئ.

نن چې په نړیوال کلي کې افغانستان ته څوک د یوه کور ارزښت نه ورکوي، لامل یې پر اوسنيو نړیوالو دودونو او معیارونو د طالب نه پوهېدل دي. طالب د هماغه چړېتوب په فکر سره پر افغانستان واکمني کوي، له نړیوالو وظیفه راټولوي خو پر وړاندې یې خپل هېڅ مسوولیت نه ترسره کوي. نن چې افغانستان ته څوک د سیال هېواد په سترګه نه ګوري، لامل یې د طالب چړیتوب وزمه سیاستونه دي. که د څه کم دوو کلونو په تېرېدو سره طالب په رسمیت نه پېژندل کیږي، مانا یې دا ده، چې طالب د اوسني سیاست پر الف او با نه پوهېږي او د نړۍ په کچه یوازې د بسپنې راټولوونکي چړي حیثیت لري.

ورته لیکنې

Back to top button