ښاغلی سید منتظر شاه هاشمي د کرنې متخصص دی، خو زه یې له دېرشو کلونو را دېخوا د شاعر په توګه هم پېژنم. د ده د شعرونو یوه ځانګړتیا دا ده چې طبیعي منظرې او ښکارندې پکې ډېرې دي. شاید ډېر لږ کسان دې ته ځیر شوي وي، چې ده د طبیعت ښکلا، شتمني، تنوع او پېښې څومره ښې انځور کړې دي. ان دا چې د ده د شعرونو ټولګه (ساړه بادونه) نومېږي، چې د طبیعت او انساني ماحول یوه پېښه ده.
لږ مخکې مې هاشمي صاحب د کرنې د متخصص په توګه یاد کړ، غوره ده چې د ده د زده کړو یادونه وکړم.
سید منتظر شاه هاشمي د همیشه بهار او ښکلي ننګرهار د هسکې مېنې اوسېدونکی او په همدې ښکلې شنې او ښېرازه سیمه کې را لوی شوی دی. لومړنۍ زده کړې یې د شېولي بابا ښوونځي کې، خو منځنۍ زده کړې یې د فراه ولایت د کرنې مسلکي لیسه کې او بیا یې لوړې زده کړې د کرنې پوهنځي کې د لسانس تر کچې بشپړې کړې دي او د فراغت له وخته تر اوسه یې د کرنې په برخه کې په بېلابېلو دولتي او نړۍوالو ادارو او موسسو کې کار کړی دی. زه ورسره د محصلۍ له وخته د پېژندنې ویاړ لرم. فکر کوم له دوی څخه به یوه دوره مخکې وم. د محصلۍ په دوره کې ما ته په دغه پوهنځي کې د دیوالي جریدې مسوولیت را سپارل شوی و. دغه جریده هرو پنځلسو ورځو کې یو ځل نوې کېده، نوم یې (مشعل دانش) و، نو ځکه مې دغه پوهنځي کی لیکوال او د فرهنګي مسایلو مینه وال پېژندل. په دې کې څو نور شاعران لکه؛ استاد شیما غفوري، شفیع الله بابري، حکیم کرنزی او قهار عاصی هم وو.
هاشمي صاحب یو متواضع او صمیمی شاعر دی. د کرنې پوهنځي کې زموږ یو استاد و، ارواښاد پوهاند ډاکتر نورګل حمزه خېل؛ الله پاک دې فردوس جنت ورته نصیب کړي، د ملایکو اخلاق یې لرل؛ ډېر متواضع، صمیمی ، مخلص او متقي عالم و، ده به تل موږ ته ویل:
(…ستاسو سروکار، بوټو، خاورو، کلیوالو، اوبو او بزګرانو سره دی، نو ځکه باید نرم، ساده، خاکسار اوسئ). زه چې فکر کوم او د هاشمي صاحب تقوا، زحمتکشي، صمیمیت او ادبي طبع ګورم، کیدای شي د ارواښاد استاد خبره یی کلکه په یاد ساتلې وي. هاشمي صاحب اوو بېلابېلو مسلکي ادارو او موسسو کې ګران هېواد او زموږ بزګرانو او پتمنو خلکو ته په صداقت سره کار کړی دی او همدا اوس یې هم د فتح اباد او ډرونټې سیمه کی یوه شاړه شګلنه ځمکه ښه اباده او سمسوره کړې ده، شپه ورځ کار کوي. د ده د لاس بوټي او نیالګي اوس لویې ونې دي.
هاشمي صاحب له ځلميتوب څخه بیا تر اوسه له ادب او شعر سره مینه لري، له شاعرانو او ادبپوهانو سره یې ناسته ولاړه وه او اوس یې هم دغه فرهنګی روابط ساتلي دي. په دې توګه نوموړی د ادب د بڼ ښه مالیار هم دی. د ادب او شعر په برخه کې یې د شعرونو ښکلې باغچه جدا د یادولو وړ ده. د ده د شعرونو یوه ټولګه هم چاپ شوې ده چې نوم یې (ساړه بادونه) دي.
(ساړه بادونه) شعري مجموعه چې په ۲۰۱۸م. یا ۱۳۹۷ ل. کال کې د دانش خپرندویې ټولنې له خوا د زرو ټوکو په شمېر خپره شوې ده، ټوله (۱۷۰) مخونه لري، لیکوال خپلې حقدارې او درنې مور ته ډالۍ کړې ده. د جوړښت او بڼې له پلوه یې زیاتره اشعار په آزاد فورم کې دي. لوستونکي ته دا ثابتېږي چې هاشمي صاحب له مایوسۍ او د افغانستان ناوړه او ناهیلې کوونکو حالاتو ته په کتو خپل شعري جونګ ته دا نوم غوره کړی دی. خو سره له دې؛ ډېر شعرونه یې امید بښونکي او له مینې، بشري عواطفو او ارزوګانو ډک دي. د دې تر څنګ ډېر عالی انساني او د خواخوږۍ پیغامونه لري. د فورم له مخې یې زیاتره سپین یا بې قافیې شعرونه لیکلي دي، چې اوس وخت کې ډېر مینه وال لري، اما داسې فکر دې ونه شي چې ازاد شعر اسانه او بې پیغامه یا له عواطفو تش دی، بلکې ازاد یا سپین شعر خپلې باریکۍ او ښکلا لری. د ده په قلم یو شمېر د غزل او قصیدې اډانه کې لیکلی شوي شعرونه هم همدومره ښکلي دي، له دې څخه ښکاري چې پاچا صاحب له کلاسیک ادب سره مینه لري او هغه یې لوستی دی. د ده په اشعارو کې بېګانه کلمات ډېر لږ دي، تر ډېره یې نږه ملي او ولسي ژبه کارولې ده چې دا یې د کتاب بله ښېګڼه ده. د دې علت به ممکن دا وي چې هاشمي صاحب د خپل مسلک له تقاضا سره سم ولس، بزګرانو او کلیوالو سره نېږدې پاتې شوی دی او تل یی د دوی په ژبه خبرې کړې دي او د همدوی له خبرو اترو یې زده کړه او الهام تر لاسه کړی دی.
د ګران ورور هاشمي صاحب د اشعارو په ټولګه باندې درانه او مشر استاد پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار یوه ډېره جامع او ښکلې لیکنه کړې ده. همدا رنګه د ادبیاتو د پوهنځي استاد محترم ډاکتر اسمعیل یون هم یوه سریزه ورباندې لیکلې ده.
د سید منتظر شاه هاشمي ډېر عمر له کښت، کرنی، ونو، بوټو او ګلانو سره تېر شوی. همدې ساحه کې یې زده کړې او کار کړی دی، تجربی یی ترلاسه کړې دي او له طبیعي ښکارندو سره نېږدې پاتې شوی دی، نو ځکه یې په شعر کې دا ټول انعکاس لري، ان دا چې د شعرونو نومونه او عنوانونه یې زما پورته خبره تصدیقوي. د بېلګې په توګه د شعرونو عنوانونه یې لکه باران، پرخه، ځنګل، باد، ګرګه، کوتره، بانډه ګۍ، ګل، تنده، ګلپاڼه، چړه، ډنډوکی، غنم لو، چنار، هسک چنار او داسې نور ښکلي او د طبیعت له ښایسته لمنې را ټول شوي عنوانونه او نومونه. په اشعارو کې یې د طبیعت ټولې ښکلاوې څرګندې دي. ان دا چې د شعر جوړښت یې د طبیعت او خدایي رنګونو په شان سکښت لري.
سره له دې چې زه، هاشمي او زموږ ټول همزولي د غمونو او ناخوالو د دورې خلک یاستو، د افغانستان تر ټولو بدې او سرګردانه ورځې زموږ په نصیب شوې، خو بیا هم د هاشمي صاحب روحیه د ناوړه حالاتو په وړاندی قوي وه، ډېر هغه کسان چی ملا ماتوونکو ستونزو او ناهیلیو له پښو وغورځول، بر خلاف د هاشمي صاحب قد و قامت لکه چنار استوار او هڅاند پاتې شو، او د شعر شنو پاڼو یې په خلکو خوندور سیوری وکړ او د شاعرانه خیال د نسیم په چلند سره یې خوږې نغمې جوړې او دغه نغمې وږمې شوې او د ادب مینه وال یی ونازول .
هاشمي صاحب نوښتګر دی، غزل او قصیدې یې لږ لیکلې، خو نوی شعر یې ډېر خوندور دی. د ده د اشعارو د ښکلا او محتوا په اړه هم پوهاند صاحب زیار او هم ډاکتریون صاحب په خپلو لیکنو کې پوره تفصیل ورکړی دی.
ساړه بادونه شعري ټولګه اوس په کتاب پلورنځیو کې لږ موندل کېږي، خو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور کتابتون او یو شمېر نورو کتابتونونو کې شته او ګڼ شمېر د شعر او ادب مینه وال یې هم ځان سره لري. خو خبر نه یم چې ایا دغه شعري جونګ انلاین دیجیتال تر لاسه کیدای شی که نه؟ له دې پرته سږکال د سلواغې د میاشتې په لومړۍ اونۍ ختیځ ادبي بهیر د ښاغلي ضیاالدین همت مل په نوښت او هلو ځلو په دغې شعري ټولګې او د هاشمي صاحب پر ژوند او کارونو یوه ښه پرتمینه غونډه جوړه کړې وه. د دغې غونډې د خبر په اورېدو ماته دا انګېزه پیدا شوه چې د ملګرتيا د پاسه او د مینې په ساتنې او شعر او ادب سره د مینې په پار یو څو کرښې وکاږم او خپل هغه احساس چې د هاشمي صاحب د اشعارو په لوستلو راته پیدا کېږي اظهار کړم.
له پاک خدای څخه د سید منتظر شاه هاشمي خوشحالي، د قلم ښکلا او ځلا او د صحت روغتیا غواړم او په ودانیزو، زرغونیزو او فرهنګی چارو کې یې د لا زیات بریالیتوب دُعا کوم.