۸صبح، کابل: د ټوليز امنیت تړون د سازمان د مشر له خوا د افغانستان او تاجکستان پر پوله د داعش د زرګونو جنګیالیو د ځای پر ځای کېدو له خبرداری درې ورځې وروسته، د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیمزاده د خپل هېواد د پولو د ساتنې لپاره د دغه هیواد د چمتووالی خبر ورکړی دی.
د اسيا پلس خبري آژانس د تاجکستان د رسنيو په حواله خبر ورکړى، چې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير دغه څرګندونې د سلواغې پر ٢٦مه، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې وکړې.
رحیم زاده ويلي دي، چې د کورنیو چارو وزارت، د دولتي امنیت کمېټه او د تاجکستان سرحدي ځواکونه د هر ډول ګواښ د ځپلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د اړتیا په صورت کې به د ټوليز امنیت د تړون د سازمان له ځواکونو کار واخلي.
په همدې حال کې د ټوليز امنیت تړون د سازمان مشر اناتولي سیدروف چې تاجکستان یې هم غړی دی، درې ورځې وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه د داعش د ۴۰۰۰ جنګیالیو د راټولېدو خبر ورکړ.
د سیدروف په وینا، په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو شمېر ۶۵۰۰ ته لوړ شوی او دا جنګیالي تر ډېره په بدخشان، تخار او کندز ولایتونو کې دي.