یرغمل نیونه که غچ اخیستنه؛ طالبانو زرګونه تنه ممنوع الخروج کړي دي

طالبانو د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړه. د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د فرمان له مخې، ټول هغه کسان چې په مخکیني حکومت کې یې کار کړی، له پوښتنو ګروېږنو، تعقیب او نیول کېدو معاف شوي دي. خو په عمل کې دغه فرمان په هېڅ برخه کې نه دی عملي شوی او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه مخکیني پوځیان نیول شوي، ځورول شوي، شکنجه شوي او په ځینو مواردو کې وژل شوي دي. دغې ډلې دغه راز له نړیوالې ټولنې سره هوکړه کړې چې د هغو کسانو لپاره چې غواړي له افغانستانه ووځي، د خوندي وتلو زمینه برابروي. اوس ۸صبح ورځپاڼې کره معلومات ترلاسه کړي، چې له مخې یې طالبانو د هېواد زرګونه وګړي ممنوع الخروج کړي دي. د لږ تر لږه ۱۱زره کسانو نومونه په هغه نوملړ کې شامل دي چې د ځمکې او هوا له لارې د وتلو اجازه نه لري. ۸ صبح ورځپاڼه د هغو کسانو مشخص شمېرنه لري چې ممنوع الخروج شوي دي، ځکه چې په دغه نوملړ کې هره ورځ نومونه زیاتېږي او په ځینو مواردو کې له دغه نوملړه د کسانو نومونه لېرې کیږي.
یوې باخبرې سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړه چې نوم یې د هغو کسانو په نوملړ کې دی چې ممنوع الخروج شوي دي. دغه سرچينه چې نه غواړي نوم يې د امنيتي ستونزو له امله په دغه رپوټ کې واخيستل شي، وايي چې په ګمرکنونو کې د خپلو شته اړیکو پربنسټ خبر شوی دی چې نوم یې په دغه نوملړ کې لیکل شوی دی. هغه په جمهوري نظام کې په مهمو دولتي پوستونو کې دنده ترسره کړې ده. دغه سرچينه چې اوس ځان په يوه جغرافيايي زندان کې اېسار بولي، زياتوي چې د خپلو سرچينو له لارې يې خبر شوی چې نوم يې د ممنوع الخروج کسانو په نوملړ کې دی.
دغه سرچينه زياتوي، چې کله يې د هېواد په يوه هوايي ډګر کې خپل نوم، عکس او ځانګړتیاوې ترلاسه کړې، نو ډاډه شو، چې نور له افغانستانه نه شي وتلى. د دې سرچینې په وینا طالبانو د زرګونو کسانو پر وتلو بندیز لګولی دی. دغه سرچينه وايي: «طالبانو د پنجشېر، بغلان، تخار، کاپيسا، پروان، بدخشان او نورو هغو ولايتونو زرګونه اوسېدونکي چې د مقاومت جبهې فعالیت پکې د پام وړ دی، له دغې جبهې سره د همکارۍ په تور ممنوع الخروج کړي دي. د هغه په وينا، طالبانو د هرې ولسوالۍ لپاره د دغو کسانو جلا نوملړ چمتو کړى او خپلو هوايي ډګرونو، ګمرکونو، او کشفي او استخباراتي ادارو ته يې لېږلى او د همدې نوملړ پر بنسټ هره ورځ کسان نیسي او تعقیبوي.
یوې بلې سرچینې چې له ۸صبح ورځپاڼې ورسره خبرې کړې دي، ویلي:« دغه نوملړ د هېواد په ټولو هوایي ډګرونو او ګمرکونو کې دی. آنلاین ډیټابیسونه کار کوي او هغوی(د طالبانو د اړوندو څانګو کارکوونکو) ته ویل شوي چې هغه کسان چې په نوملړکې شامل دي باید ترې تېر نه شي. باخبره سرچینې چې نه غواړي د امنیتي دلایلو له امله د هغو کسانو نوملړ رسنیز کړي چې له هېواده ممنوع الخروج شوي وايي: « شاوخوا ۱۱ زره کسان د طالبانو په نوملړ کې دي. په دې نوملړ کې د ملي مقاومت جبهې د غړو، د ملي امنیت د پخوانيو کارکوونکو، د داعش د غړو، قاضیانو، څارنوالانو او د طالبانو د مخالفو یو شمېر سیاسي، فرهنګي او مدني شخصیتونو نومونه شامل دي.
۸صبح ورځپاڼې د سرچینو د امنیتي ستونزو له امله په دغه رپوټ کې یوازې د ممنوع الخروج شویو کسانو د ډیټابیس جزئیات د بېلګې په توګه یاد کړي دي. د طالبانو په جدول کې د هغو کسانو جزئیات، چې ممنوع الخروج اعلان شوي دي، په دې ډول لیکل شوي: «نوم (X) د کورنۍ نوم (Y) دی». د نوم او تخلص په برخه کې، د سرچینې نوم له جزیاتو سره لیکل شوی. د ممنوع الخروخ شویو کسانو د لیست جدول په یوه ډیټابیس کې ځای پرځای شوی چې په سر کې سریال نمبر لري. سریال نمبر له شمیرو او تورو نه جوړشوی دی. د دې جدول په یوه برخه کې، چې په دغه رپوټ کې یې د امنیتي دلایلو له امله لومړۍ او وروستۍ برخه پرې شوې ده، داسې ویل شوي دي:« د غوښتونکي د ثبت او پاسپورت غیر فعالول…» د دې غوراوي ښکته « ممنوع الخروج » لیکل شوی او لاندې یې په بولډ کې لیکل شوي: « دغه کس په تور نوملړ کې شامل شوی» دی.
یو مخکیني څارنوال چې په هیواد کې یې د یوې مهمې محکمې مشري پرغاړه لرله، هم تایید کړه چې د طالبانو له لوري ممنوع الخروج شوی دی. هغه چې په رپوټ کې یې د نوم له اخیستو ډډه کیږي، وايي: « ما په دې وروستیو کې د امنیتي اندېښنو له امله له هېواده د وتلو هوډ درلود، خو اندېښنه مې لرله چې هسې نه ونیول شم، په ځانګړې توګه د پاسپورټ د څېړنې پرمهال: د څو کسانو په مټ مې معلومات ترلاسه کړل چې د کابل په هوایي ډګر کې ممنوع الخروج شوی یم.» هغه زیاتوي « یوازې د بشپړ شهرت یادونه یې وکړه چې په تور نوملړ کې شامل دی، او د صدور په برخه کې یې د ممنوعیت حکم ورکړل شوی دی.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرافغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو دوه ورځې وروسته، له رسنیو سره په خپل لومړني خبري کنفرانس کې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د عمومي بښنې فرمان اعلان کړ. د طالبانو ویاند په دغه خبري کنفرانس کې وویل:« له ټولو خواوو او لوروسره دښمني پای ته رسېدلې ده. موږ نه غواړو چې په دښمنۍ کې ژوند وکړو، او دا طبیعي ده.» هغه دغه راز وویل، چې طالبان به له دې فرمان وروسته له هېڅ ډلې غچ وانخلي.
خو له دغه فرمان اووه میاشتې وروسته نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه ویډیويي څېړنیزرپوټ کې وموندله چې طالبانو د بښنې د ژمنې پرخلاف د پخوانیو دولتي کارکوونکو او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو پر وړاندې د غچ اخیستنې په پراخو وژنو لاس پورې کړی دی. د دغه رپوټ له مخې، طالبانو په شپږو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰ دولتي کارکوونکي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي وژلي او یا یې تښتولي دي. د دې رپوټ په چمتو کولو کې ۸صبح ورځپاڼې هم همکاري کړې وه. له دې رپوټ وروسته، هغوی د پخوانیو امنیتي ځواکونو نیولو، تعقیب او وژلو ته دوام ورکړ. یوازې په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه درې پخواني امنیتي سرتېري د طالبانو له خوا نیول شوي او وژل شوي دي.
له بلې خوا د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د پنجشنبې په ورځ د چنګاښ پر۳۰مه، یو حکم صادر کړ چې له مخې یې د طالبانو پر کړنو نیوکه د سزا وړ ده. د دې ډلې د مشر په حکم کې استدلال شوی چې دا حکم د « د بې ځایه تورونو او د چارواکو او کارکوونکو د بې قدرۍ د مخنیوي» په موخه صادر شوی دی. تر دغه حکم وروسته طالبانو لسګونه کسان په رسنیو کې د خپلو نظرونو د څرګندولو له امله نیولي او شکنجه کړي دي.