طالبان د سیاسي اسلام او له شریعت سره د هغه د لوبې کولو یوه بشپړه بېلګه ده او پوهېږي چې څه ډول په تاکتیکي اقداماتو سره د شریعت تطبیق د سیاسي ناندریو یا چنې وهلو د یوې وسیلې په توګه وکاروي. په ترټولو تازه مورد کې د دې ډلې ویاند ویلي دي، چې د دوی امیرالمومنین د دې ډلې قاضیانو ته امر کړی چې شرعي حدود لکه، قصاص، د لاس غوڅول او سنګسار عملي کړي. هغه کسان چې د دې ډلې له شالید سره آشنا دي، پوهېږي چې د دغو اقداماتو مانا څه ده او هغوی څرنګه د شریعت له تطبیق نه د خلکو وېرول د باج اخیستنې وسیله ګرځولي دي، هم د افغانستان له خلکو او هم له نړېوالې ټولنې نه د باج اخیستنې وسیله.
دغې ډلې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې ډيره هڅه وکړه، چې د امریکا او ورپسې د نړۍوالې ټولنې پام ځان ته راواړوي څو د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژندل شي، یا لږ تر لږه د مذاکرې وړ وګرځي. د دغه کار لپاره لومړی د تیلو د کمپنیو له اړوند دلالانو سره په اړیکه کې شول او وروسته یې د دغه کار لپاره په امریکا کې دننه لابي ګران پیدا کړل. خو له متحجرې او سخت دریځې ډلې سره د همکارۍ بدنامي تر دې ډیره درنه وه، چې څوک په آسانۍ ورته غاړه کیږدي. زلمی خلیل زاد په خپل استازي کتاب کې د دې کیسې یوه وړه برخه راخیستې ده. په دې تړاو د ښاغلي کرزي د سلامشوو او خبرو په ګډون د دغو هڅو په بې پایلې پاتې کېدو سره، طالبانو نورو لارو ته مخه کړه. لومړی یې په افغانستان کې دننه د لمونځ نه کولو، موسیقۍ اورېدو او د ږیرې لنډولو په پلمه د افغانستان پر خلکو فشارونه زیات کړل او وروسته یې د نننۍ نړۍ لپاره حساسیت پاروونکو اقداماتو لکه سنګسار، لاس غوڅولو او قصاص ته مخه کړه. دا هرڅه چې بې پایلې پاتې شول، وروسته یې په دې هیله چې د نړۍ جګپوړي پلاوي د کندهار پر لور او د دوی له امیرالمومنین سره د خبرو لپاره ورمات شي، په بامیان کې د بودا د مجسمو ورانول په پام کې ونیول، خو د هغوی د دې کار پایله یوازې د یونسکو له لوري د څو بې پیسو او بې صلاحایته ملایانو لېږل وو،چې طالبان یې لا ناهیلي کړل.
هغوی د دغو د ملایانو په ږېرو پورې وخندل او مجسمې یې والوزولې. یوازې هغه مورد چې طالبان هیله من وو، په مټ یې د نړۍ جدي پام ورخپل کړي، په افغانستان کې د القاعدې فعالیتونه وو او اسامه ته یې په همدې هیله پناه ورکړه، امریکا که څه هم د اسامه د نیولو لپاره له دې ډلې سره مذاکرات وکړل، خو د رسمیت پېژندنې ژمنه یې ورنه کړه او یوازې یې یې په بدل کې د یو څه پیسو د ورکړې خبره وکړه او دا هغه ژمنه وه،چې د شمال له جبهې سره هم شوې وه، خو منل شوې نه وه. یوازیني څه چې د دې لامل شول نړۍ دا ډله جدي وګڼي د القاعده ډلې له لوري د سپټمبر د یوولسمې پېښه وه، خو دا ځل یې په بد ډول جدي وګڼله او په څه کم دریېو میاشتو کې یې له ټول هېواده ټغر ورټول کړ.
دې ډلې اوس لوبه بیا له سره پېل پېل کړې ده او د شریعت له تطبیق نه ویرول یې بیا د باج اخیستي پلمه ګرځولي دي، په دې ورځو کې چې د نوي حکومت د جوړېدو زمزمې اورېدل کیږي، دا ډله خپلو د امر بالمعروف کسانو ته امر کوي، چې ښځینه حمامونه وتړي، خپلو استخباراتو ته دنده سپاري چې د مدنې ټولنې فعالې ښځې ونیسي، شکنجه او له منځه یې یوسي او خپلو قاضیانو ته دنده ورکوي چې سنګسار، د لاس غوڅول او قصاص عملي کړي. دا ټول په دې موخه دي چې په مذاکراتو کې د مقابل لوري د توقعاتو کچه راټېټه کړي او په تر ټولو لږ څه یې راضي کړي. بله موخه هم ورسره هممهاله په پام کې لري او هغه د دې ډلې ساده لوحو سرتېرو ته د دې پیغام رسول دي چې که څه هم پیسې له امریکا اخلو، خو د شریعت پلي کول مو نه دي هېر کړي!