طالبان: افغانستان کې ۲۲ میلیون تنه ۲ جي انټرنټ کاروي

۸صبح، کابل: افغانستان کې د انټرنټ له ټیټ کیفیت څخه د شکایتونو په دوام کې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي، چې ۹۰ سلنه خلک انټرنټ ته لاسرسی لري.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت یکشنبه د تلې پر لسمه نېټه ویلي، چې افغانستان کې ۲۲ میلیون تنه له ۲ جي او یوازې ۶ میلیون تنه له ۳ جي انټرنټ څخه کار اخلي.

په دې لړ کې یو شمېر افغانان د انټرنټ له ټیټ کیفیت او لوړې بیې څخه شکایت لري.

اوسمهال د ۱ جي‌بي انټرنټ بیه په منځني ډول له ۱۵۰ تر ۲۵۰ افغانیو پورې ده.

طالبان په داسې حال کې ۲ جي انټرنټ ته د خلکو لاسرسی لویه لاسته راوړنه بولي، چې ډېری هېوادونو خپلو وګړو ته ۴ جي او ان ۵ جي خدمات برابر کړي دي. ګاونډیو هېوادونو کې هم د انټرنټ بیه افغانستان کې د مخابراتي شبکو د انټرنټ له بیې سره د پرتلې وړ نه ده.

Back to top button