طالبان: له سوډانه، ۴۳ افغانان ایستل شوي

۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سوډانه سعودي عربستان ته د ۴۳ افغانانو د ایستلو خبر ورکړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ (ضیا احمد) د دوشنبې په شپه (د غوایي په ۱۱ مه) په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې په سوډان کې د بند پاتې افغانانو د را ایستلو لپاره په دویم ګام کې، سعودي عربستان ته دغه شمېر افغانان لېږدول شوي دي.
د ضيا احمد په وينا، د افغانستان ژغورل شوي وګړي، له سوډانه د جدې ښار ته لېږدول شوي او د لنډ وخت لپاره ددغه ښار په هوټلونو کې ځاى پر ځاى شوي د، چې دوی به ډېر ژر افغانستان ته ولېږدول شي.
که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند، په سوډان کې د پاتې افغانانو په اړه دقیق ارقام ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ چې د بند پاتې افغانانو د ژغورلو هڅې دوام لري.
طالبانو تر دې مخکې له سوډانه سعودي عربستان ته د افغان وګړو د لومړۍ ډلې د ایستلو خبر کړی و.
طالبانو له سوډانه د دغه هېواد د وګړو د ایستلو په دواړو پړاوونو کې، د سعودي عربستان د هراړخیزې او بېقیدوشرطه همکارۍ، ستاینه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیرخان موتقي شاوخوا لس ورځې وړاندې ویلي و، چې د سوډان په جګړو کې د دغه هېواد ۱۲۰ وګړي، بند پاتې دي.