طالبان: کابل کې به د معاملاتو د لارښوونې ۵۰۰ دفترونه د غیرقانوني فعالیت له امله وتړل شي

۸صبح، کابل: د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، چې کابل کې د معاملاتو د لارښوونې د ۵۰۰ دفترونو فعالیت غیرقانوني دی او ډېر ژر به وتړل شي.
د دغه وزارت ویاند عبدالحمید جهادیار دوشنبه د مرغومي پر دوولسمه نېټه د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو د معاملاتو دغه دفترونه د جعلي اسنادو له مخې معاملو، په یوه جواز د څو څانګو پرانیستو او د کار د جواز پر نه لرلو او نه تمدیدولو تورن کړي دي.
نوموړي څرګنده کړه، چې د دغه وزارت د معاملاتو د لارښوونې ریاست د روان کال په لیندۍ میاشت کې کابل ښار کې له ۱۹۳ دفترونه پلټنې وکړې او له دې ډلې یې ۳۸ د «غیرقانوني» فعالیت له امله تړلي دي.
د هغه په وینا پر کابل ښار سربېره په نورو ولایتونو کې هم د معاملاتو د لارښوونې دفترونو څارنه روانه ده.
د ویلو ده، چې تېره ورځ هم دغه وزارت د دوی په وینا د «غیرقانوني» فعالیت له امله د معاملاتو د لارښوونې د ۳۸ دفترونو د تړلو خبر ورکړی و.