طالبان:په ۲۳ ولایتونو کې د زلزلې او سیلابونو له امله د ۹ تنه مړه او تر ۱۷۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي

۸صبح، کابل: د طالبانو له طبیعی پېښو سره مبارزې وزارت اعلان کړی، چې د ۱۴۰۲ لمریزکال له پیل راهیسې، په افغانستان کې د زلزلې او سېلابونو له امله، ۹ تنه وژل شوي او تر ۱۷۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت سنبالچاري وزیر (محمد عباس اخند) دغه څرګندونې نن یکشنبه (وري۶) په یوه ویډیويي کلیپ کې وکړې.
د محمد عباس اخند په خبره، په تېرو شپږو ورځو کې، ۲۳ ولایتونه د زلزلې او سېلابونو په ګډون، طبیعي پېښو زیانمن کړي.
د طالبانو دغه سنبالچاري وزیر زیاته کړه چې د سېلابونو له امله ۲۲ زره جریبه کرنیزه زمکه هم ویجاړه شوې ده.
د طالبانو د کابینې دغه غړي ومنله چې تر اوسه یې د وروستیو سیلابونو له زیانمنو سره مرسته نه ده کړې.
په همدې حال کې د راپورونو له مخې په افغانستان کې د طبیعي پېښو د قربانیانو شمېر، د طالبانو له خوا د اعلان شویو شمېرو په پرتله زیات دی.