طالبان او په دین کې بل بدعت، د جمعې د لمانځه په خطبو کې د «امیرالمومنین» د نوم یادونه

له دین سره لوبه او د عوامو د غولولو لپاره ترې د وسیلې په توګه کار اخیستل، هم د اسلام په تاریخ او هم د نورو ملتونو په تاریخ کې اوږده مخینه لري. په دې برخه کې لومړنۍ او ترټولو مشهوره تاریخي غولونه، د نیزو په څوکو کې د قران د پاڼو پورته کول دي، چې د صفین په نوم یوې جګړې کې یوه لوري د مقابل لوري په لیکو کې د اختلاف اچولو لپاره وکاروله او ډیره اغېزناکه پرېوته. په نورو دورو کې هم د ځينو خلفاوو او پاچایانو له لوري ورته چلونه کارول شوي دي. په اوسني پېر کې هم زموږ په چاپېریال کې بېلابېلو ډلو له دین څخه د وسیلې په توګه ګټه پورته کړې ده، خو په دې برخه کې طالبان داسې دي چې له نورو مخته شوي او له دین نه یې د سیاسي او دنیوي استفادې ټولې پولې ماتې کړې دي.

په وروستي اقدام کې دې ډلې خطیبانو ته امر کړی دی چې د جمعې لمانځه د خطبې په پای کې د طالبانو د امیرالمومنین نوم یاد کړي.  د دې ډلې په لومړۍ واکمنۍ کې هم دغه ډول یو فرمان صادر شوی و او یو شمېر خطیبان چې د شرعي دلیل له مخې یې له دغه امر څخه سرغړونه کوله، مجازات او له امامت او خطابته لېرې کېدل.

د جمعې او اختر د لمونځونو په خطبو کې چې د عبادي مناسکو یوه برخه ده، د واکمن د نوم یادونه که خلیفه وي او که اميرالمومنین او که ټولواک او پاچا، په دین کې هېڅ اصل او ريښه نه لري او له ښکاره بدعتونونو ده، چې په ښکاره د دنیوي موخو لپاره رامنځته شوې ده. د اسلام د پیغمبر او راشدو خلفاوو په وخت کې هم د جمعې د لمانځه په خطبو کې هېڅکله دغه راز کارنه دی شوی او چا اجازه نه لرله چې  داسې کار وکړي.

په لومړي ځل چې د جمعې له خطبو په سیاسي بڼه ګټه واخیستل شوه، د امویانو د حکومت پیل و، چې د جمعې په خطبو کې یې پر حضرت علي لعنت ویل دود کړل. څرګنده نه ده، چې دغه کار د معاویه د واکمنۍ پر مهال او د هغه په امر شوی او که وروسته، خو سیوطي نقل کوي چې دغه کار د امویانو په وخت کې دود و، تر دې چې عمر بن عبدالعزیز خلافت ته ورسید او دغه بدعت یې له منځه یووړ. هغه فرمان ورکړ چې د خطبې د پای په هماغه برخه کې چې پرعلي لعنت ویل کیږي، د نحل سورې ۹۰ آيت دې ولولي چې د عدالت او ښو اخلاقو سپارښتنه یې کوله.

د دغه کار له بندېدو وروسته، په نورو دورو کې عباسي خلفاوو امر وکړ چې د هغوی نوم دې د جمعې په خطبو کې واخیستل شي. دغه کار د خلافت د تبلیغاتو یوه برخه وه،چې له سمبولیک پلوه یې لوړ دیني او سیاسي مرجعیت د خلیفه په انحصار کې راوستلای. همدا دلیل و، چې کله د خلافت له دستګا سره  د سیمه ییزو حکومتونو اړېکې ترېنګلې کېدې او غوښتل به یې چې ځان د هغې له اطاعته خلاص کړي، د جمعې له خطبو به یې د خلفاوو نومونه اېستل، داسې چې زموږ په سیمه کې په لومړي ځل طاهر فوشنجي له خطبو نه د عباسیانو د خلیفه نوم لېرې کړ څو له عباسیانو نه د خراسان خپلواکي نندارې ته وړاندې کړي.

د جمعې په خطبو کې د خلفاوو د نوم اخیستو د دیني مشروعیت پوښتنه تل د فقهاوو په منځ کې مطرح شوې ده. په دې لړ کې د منځنیو پېړیو (۶۶۰هـ) د فقهې یوه مشهور عالم سلطان‌العلما عزالدین ابن عبد السلام په دې تړاو په ځغرده  فتوا ورکړه چې د خلفاوو او پاچایانو د نوم اخېستل یو ناوړه بدعت دی. د دې موضوع شرعي حکم څرګند دی او دغه کار به همداسې بدعت پاتې شي. په افغانستان کې  دغه راز بدعت په هېواد کې د دیني استبداد د ټینګښت لپاره بل سمبولیک ګام دی.

ورته لیکنې

Back to top button