طالبان او سوالګري؛ ایا د سوالګرۍ جرم ګڼل د هغې مخه نیولای شي؟

سوالګري په هېواد کې یوه دایمي ښکارنده ده. له  ډېر پخوا راهیسې زموږ ټولنه بې سوالګرو نه ده پاتې شوې. خو څرنګه چې سوالګري له مادي بې وزلۍ سره مستقیمه اړیکه لري، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د مادي بې وزلۍ په پراختیا سره په ښارونو کې د سوالګرو شمېر هم زیات شوی دی. نن ورځ په افغانستان کې نږدې ۲۸ میلیونه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او بشري مرستو ته اړتیا لري. د فقر او بې وزلۍ دغه کچې په ښارونو کې یو شمېر خلک سوالګرۍ ته اړ کړي دي. که څه هم داسې سوالګر شته چې سوالګرۍ ته د کار په سترګه ګوري او یو ډول اقتصادي فعالیت یې ګڼي او له دې لارې د خپل ژوند اړتیا وې پوره کوي، خو ډیری خلک چې سوالګري کوي، د ټولنیزو لاملونو او مجبوریت له امله یې ورته مخه کړې، چې دا د ټولنیز جوړښت او په پایله کې یې د رامنځته شویو نیمګړتیاوو محصول دی. نو ځکه ويلای شو چې د سوالګرۍ زياتوالى يوه طبيعي ښکارنده نه، بلکې د ټولنې زېږنده ده او اقتصادي، کلتوري او رواني عوامل د سوالګرۍ په زياتوالي کې ونډه لري.

سوالګري له متحرک واحده منفعل او بې کاره واحد ته د پیسو یا توکو د لېږد په مانا ده، چې د نورو له ګاللو کړاوونو ګټه پورته کوي. د ډیری ټولنپوهانو په اند، سوالګري د ټولنې له نظم او ارزښتونو سره د نه مطابقت له امله یوه ستونزه او نادوه ګڼل کیږي، چې نه یوازې له شته نورمونو سره په ټکر کې ده، بلکې پخپله هم د نورو نادودو لامل هم کېږي.له همدې امله، هغوی سوالګري یو ټولنیز انحراف ګڼلی دی، چې د ښار فزیکي، ټولنیزې، امنیتي او روغتیايي څېرې ته د زیان رسولو مهم عامل ګڼل کیږي. هغوی دا یو انحرافي چلند هم ګڼي چې د ټولنې نظم له خطر سره مخ کوي او د ټولنې لپاره ناوړه پایلې لري. له دې ټولو سره سره، دا پخپله ټولنه ده چې د دې ښکارندې د رامنځته کېدو او زیاتوالي لامل کیږي.

سوالګري زموږ په ټولنه کې د یوې ټولنیزې ستونزې په توګه په ډیری عواملو کې ریښې لري. په ډیری موردونو کې، ټولنیز عوامل، په ځانګړې توګه بې وزلي او بیکاري، د دې لامل شوي چې خلک سوالګري وکړي. د روزګار او کار د زمینې نشتوالی، معلولیت، بوډاتوب، اعتیاد، ناروغۍ او اقتصادي ناورین لکه د لګښتونو زیاتوالی، کم عاید، د څارنې نشتوالی او د اړمنو خلکو ټولنیز ملاتړ هغه لاملونه دي چې د دې ستونزې د زیاتیدو لامل کېږي. پر دغو لاملونو سربیره، په ټولنه کې د زیان منونکو ډلو لکه پر مخدره توکو د روږدو او زړو کسانو لپاره د ملاتړو سازمانونو نشتوالی د دې لامل شوی چې هغوی د ژوندي پاتې کېدو لپاره سوالګرۍ ته مخه کړي.

په تېرو شلو کلونو کې افغانستان یو مصرفي اقتصاد درلود او تر ډېره پر بهرنیو مرستو متکي و، خو د طالبانو په واکمنېدو سره، له افغانستان سره نړۍوالې مرستې بندې شوې او د هېواد اقتصاد کړکېچن او د سقوط پر ژی ولا ړدی. که څه هم طالبان اوسنی اقتصادي ناورین د تېر حکومت د ناسم مدیریت له امله ګڼي، خو کله چې اوسنی وضعیت له دوه کاله مخکې سره پرتله کړو، ګورو چې اقتصادي وضعیت لاخراب شوی دی. د بېکارۍ کچه لوړه شوې، د کار زمینه له منځه تللې، د ټولنې نیمايي برخه په کور کېناستو ته اړه شوې، د هېواد صادرات ډېر شوي او واردات کم شوي دي. د سیګار د راپور له مخې، د   د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته ۹۰۰ زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

دغه راز طالبانو د ښځو پر کارکولو او تحصیل بندیز لګولی دی او د هغوی پر مخ یې د کار فرصتونه تړلي دي. له کاره د ټولنې د نيمایي برخې راګرځول په واقعیت کې د ۵۰ سلنه اقتصادي فعالیتونو منقبض کېدل دي. نن ورځ ښځې نه په دولتي او نه په نادولتي ادارو کې کار کولای شي. هغوی هغو سرچینو ته لاسرسی نه لري چې له مخې یې له بې وزلۍ خلاصون ومومي. دا  هغه قشر ته لوی زیان رسولای شي چې له ډېرې بې وزلۍ سره مخ دی. بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا)  تېر کال اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د بې وزلۍ ګراف له ۴۷ سلنې ۹۷ سلنې ته لوړ شوی دی. ملګرو ملتونو هم په یوې اعلامیه کې نغوته کړې چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې تر ۲۸ میلیونو ډېر خلک د نړیوالې ټولنې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په واقعیت کې له اوس سره د تېرو کلونو په پرتله کولو سره ویلای شو چې د طالبانو واکمنېدو په ښارونو کې د سوالګرۍ د رامنځته کېدو او زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړې ده. خو له دې سره سره  طالبانو په ښار کې پر سوالګرو بندیز لګولی او د سوالګرو د راټولولو بهیر یې پېل کړی دی. د تېر کال له زمري میاشتې راهیسې یې په دغه راز اقتصادي شرایطو کې د سوالګرو د ټولولو لړۍ پیل کړې ده. په وروستۍ مورد کې د ۱۴۰۱ کال په سلواغې میاشت کې له کابل ښاره ۲۸ زره سوالګر راټول کړای شول. پوښتنه دا ده چې آیا د سوالګرۍ له منځه وړل به د بې وزلۍ د له منځه وړلو یا کمولو لامل شي؟ ایا دا ممکنه ده چې له ښاره د سوالګرو په راټولولو سره د سوالګرۍ ښکارنده له منځه ولاړه شي.

د هېواد اوسني حالت ته په پام سره چې ډیری خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، د داسې ښار د لرلو تمه چې سوالګر پکې نه وي، غیر واقعي ده. د سوالګرو راټولول یو ناشونی عمل دی او جرم ګڼل د مخنیوی لامل نه کېږي، بلکې په واقعیت کې د خلکو د وضعیت په تړاو له خپل مسوولیته د واکمنانو د اوږې تشول دي. واکمن رژیم د کاري فرصتونو په له منځه وړلو سره په ټولنه کې د بې وزلۍ او ورپسې د سوالګرۍ د زیاتوالي لامل شوی دی. له همدې امله، دا سمه نه ده چې هغه سوالګر چې سرپناه نه لري او یوې مړۍ ډوډۍ ته احتیاج دي او داسې دولت هم نشته چې د کار زمینه ورته برابره کړي، مجرم وګڼل شي.

لکه څنګه چې مخکې ورته نغوته وشوه، ډیر داسې ټولنیز – اقتصادي عوامل شته چې سوالګرۍ ته د خلکو د لېوالتیا په زیاتېدو کې رول لري. نو د دې ښکارندې د له منځه وړلو لپاره لومړی دا اړینه ده چې هغه شرایط له منځه یوړل شي چې د هغې د رامنځته کېدو او شدت لامل کیږي. کنه نو له ښاره  د سوالګرو په راټولولو او ان د پیسو په ورکولو سره د سوالګرۍ مخه نه نیول کېږي. ځکه چې دا پیسې به یوازې د هغوی د څو ورځو اړتیا پوره کړي، او دا چې د کار روګاز زمینه برابره نه ده، د پیسو په خلاصېدو سره به بېرته سوالګرۍ ته مخه کړي.

نو، لکه څنګه چې د مجرم په له منځه وړلو سره جرم له منځه نه ځي، د سوالګرو په راټولولو سره سوالګري له منځه نه شي وړل کیدای. په واقعیت کې شرایطو ته په پام سره، دې پایلې ته رسېدای شو چې تر دې زیات چې پخپله یو سوالګر د سوالګرۍ مسوول وي، دا ټولنیز مدیران دي چې د دغه راز وضعیت لامل شوي دي، ځکه د بې وزلۍ زیاتوالی سوالګرۍ ته د خلک د هڅېدو لامل کېږي، نو له همدې امله باید پر ځای د دې چې د سوالګرو پر راټولولو تمرکز وشي. هغو عواملو ته پام وکړئ چې دا ښکارنده یې زیاته کړې او شرایط یې ورته برابر کړي دي. واکمنان داسې پروګرام طرحه کولای شي، چې په ترڅ کې یې د سوالګرۍ وضعیت وڅیړي او د دې ښکارندې د کمولو لپاره حل لاره وړاندې کړي، او دغه راز د هغو زیانمنو ډلو ملاتړ وکړي چې د خپل ژوند د اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.

ورته لیکنې

Back to top button