طالبان او داعش؛ د دروغجن شپانه د کیسې تکرار

د داعش او طالبانو مسأله په داسې یوې معما بدله شوې ده، چې هر څوک د خپلو سیاسي او اقتصادي موخو پربنسټ ترې روایت جوړوي. طالبان بهرنیانو ته داسې ښيي، چې ګواکې د دې ډلې اصلي ماموریت د داعش ځپل دي او که د دې ډلې مبارزه نه وي، داعش به افغانستان ونیسي او د نورو هېوادونو پر لور به ور مات شي. په بهر کې د طالبانو لابي ګران په مبالغې سره د داعش د مسألې لویول د طالبانو د سپېنولو او د هغوی د بدګڼو د له منځه وړلو وسیله ګرځوي. په لوېدیځ کې هم یو شمېر ناوړه ګټه اخیستونکې کړۍ شته چې په سیمه ییزو کړکېچونو سوداګري کوي او د داعش د غټ ښودلو د ډول په وهلو او ترې د هېوادونو په وېرولو سره طالبانو ته د پیسو ورکړه توجیې کوي، څو د طالبانو له لارې د خپلو کړکیچ جوړوونکو اجنډاوو د پليتابه لاره هواره کړي.
د رسنیو او کورنیو څارونکو د ساحوي راپورونو له مخې، هغه پیښې چې پر کابل د طالبانو د واکمنېدو له وخت راهیسې شوې دي، په دریو برخو وېشل کیږي:
یو) د داعش په نوم کړیو سره د طالبانو جګړه؛
دوه) د مقاومت له بېلابېلو ډلو لکه د پخواني حکومت پوځیانو، پخوانيو مجاهدینو، د ملي مقاومت جبهې، د ازاده ګانو جبهې، د ازادۍ جبهې او نورو سره د طالبانو جګړه؛
درې) د واک د مرکزونو د نیولو او په حاکمیت کې د نفوذ لپاره د طالبانو د ډلو خپل منځۍ نښتې. که څه هم د طالبانو رسنیز فشار اجازه نه ورکوي، چې د ټولو جګړو او پکې د ښکېلو کسانو د شمېر او اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو کره شمېرې ترلاسه شي، خو نا رسمي راپورونه ښیي چې پر دې ډلې د طالبانو ضد جبهو د بریدونو شمېر د داعش تر بریدونو په ځلونو ډېر دی.
په افغانستان کې چې هره جګړه او برید وشي، طالبان یې سملاسي داعش ته منسوبوي او په دې کار سره څو موخې تعقیبوي:
یو) داسې ښکاره کوي چې ګواکې د داعش خطر ډېر جدي دی او نړۍ باید طالبانو ته زیاتې پیسې ورکړي.
دوه) د طالبانو پر ضد بله کومه ډله نشته او له همدې امله د سیمې او نړۍ هېوادونه باید په افغانستان کې نور سیاسي او نظامي قوتونه جدي ونه ګڼي او له هغوی سره تعامل ونه کړي.
درې) د طالبانو په منځ کې کوم مهم داخلي اختلافات نشته او ټولې ډلې یې په پوره وفادارۍ د خپل امیرالمؤمنین اطاعت کوي او په پایله کې یوه همغږې ډله ده چې پر حالاتو ولکه لري.
هغوی چې د داعش د موضوع په لویولو او د افغانستان پر پېچلو واقعیتونو د سترګو په پټولو کې د طالبانو او د هغوی د لابیګرانو د تبلیغاتو ښکار ګرځي، د خپلو سیاسي او اقتصادي موخو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان کړکېچ پټوي. هغوی ته دا مهمه نه ده، چې په سلګونو زرو متخصص او تحصیل کړي افغان کادرونه او ځواکونه له هیواده تېښتې ته اړ شوي، په میلیونونو نور د تیښتې د لارې په لټه کې دي، په میلیونونو نجونې د زده کړو له دوامه محرومې شوې. په زرګونو کارکوونکو ښځو خپلې اقتصادي سرچینې له لاسه ورکړي او د قومي ترینګلتیاوو زیاتوالي خونړیو او خطرناکو جګړو ته لاره هواره کړې ده.
په افغانستان کې داعش په هغه حد کې نه دی چې د طالبانو ډله یې ښيي؛ ځکه داعش یوه سلفي-جهادي ډله ده او د افغانانو په منځ کې چې ډیری یې حنفي، ورپسې شیعه یا اسماعیلیان دي، هیڅ ټولنیز بنسټ نه لري. هغه تېت او پرکې کړۍ چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د داعش تر نامه لاندې پیدا کیږي، ډیری یې د طالبانو د ظلمونو او په ځانګړې توګه د دې ډلې د تبعیض او قومي ځپلو له امله له داعش سره یوځای کیدو ته اړې شوې دي. طالبان په شعوري او سیسټماټیک ډول پر خلکو فشار زیاتوي چې له داعش سره یو ځای شي او دغه ډله د هغوی د ځپلو په پلمه ډیرې پیسې او امتیازات ترلاسه کړي. داعش د طالبانو لپاره یوه سوداګریزه پروژه ده.