دا خبره ټولو خلکو ته په اثبات رسېدلې ده چې طالبانو د جګړې مهال هم د خپلې ډلې په ګټه ډېر زیات درواغ ویل او اوس يې هم وايي. لومړۍ خبره دا ده چې دروغ په دین کې حرام دي، طالبان چې د اسلامي نظام په نامه خلکو باندې احکام عملي کول غواړي، نو لومړی يې خپله ولې نه عملي کوي؟
دغه ډول درواغ لکه طالبانو چې پرون ویل او نن يې هم وايي، د دین په کوم روایت کې ورته اجازه ور کړل شوې ده؟ که طالبان پر خپله ډله اسلامي احکام نه جاري کوي، په خپل انفرادي ژوند کې همدې دیني احکامو ته پابندي نه کوي، بیا له نورو په کومو سترګو غوښتنه کوي چې تاسو يې پاس وساتئ یا يې دوی په زور ور باندې پلي کوي؟
د جګړې مهال به چې د طالبانو په جګړه، بمي برید یا ځانمرګي کې زیات ملکي کسان خوږ شول، طالب ویاند به هغه برید رد کړ چې په موږ پورې اړه نه لري، نه زموږ کسان دا ډول کار کوي. مګر شواهدو به په ډاګه کوله چې دا کار طالبانو کړی دی. ان داسې هم شوي دي چې د ځانمګري بریدګر فاتحه يې د کوټې او پېښور په ښارونو کې اخیستې ده، مګر له برید څخه يې چورلټ انکار کړی دی!!!
پرېمانه درواغ يې په جګړه او د جګړې د تلفاتو په ارقامو کې ویل، که به پنځه دقیقې ډزې تبادله شوې، دوی به ویل پر پلاني مرکز پرون دومره سخته جګړه وشوه، د بهرنیان او داخلي عسکرو وسایل وسوځېدل، دومره کسان يې مړه او ژوبل شول.
که د طالبانو د هغه وخت د یوه کال ارقام سره را ټول شي، نو له یو څه مبالغې سره به د دې شل کلن جنګ تر ټولو حقیقي ارقامو زیات شي. داسې پېښه هم شوې ده چې هيڅ تلفات به نه و، طالب ویاند به د لسګونو د مړو او زخمیانو اعلامیه رسنیو ته ورکړه.
له دې پرته يې د ځینو داسې کارونو په اړه درواغ ویل او اوس يې هم وايي چې نړۍ ته لکه لمر داسې روښانه دي، د بېلګې په توګه: په پاکستان کې د دوی د مشرانو حضور، د یو شمېر کسانو بندي کېدل، یا پاکستاني زندان کې يې مړینه، په کراچي کې د ملا عمر له مړینې انکار، په داسې حال کې چې ټوله کورنۍ يې پاکستان کې اوسېده، مګر ملا صاحب په زابل کې مېشت و، د امریکایانو له مرکز سره په څو کیلو مترۍ کې يې تر لسو زیات کلونه تېر کړل. د طالبانو ترمنځ اخلاقي فساد، په مالي فساد کې يې د مشرانو ښکېلتیا، له خلکو سره زوزیاتی، د دوی ترمنځ ښکاره اختلاف نه منل. په طالبانو کې د کندهاري طالبانو د پلې له دروندوالي انکار او په وار وار خبرو کې ځانونه یو موټي ښودل، د پاکستان له همکارۍ انکار، د ایران په اشاره پر سلما بند او نورو ملي پروژو له بریدونو انکار، د قاچاقو په پیسو جګړه کول، له قاچاقبرانو سره مرسته کول او خپله په همدې ناروا او تور کاروبار کې له برخې اخیستلو څخه انکار.
دا ټول شیان نړۍ لیدل، شواهد يې ور سره پراته وو، د جمهوریت په وروستي وخت چې پنځه زره بندیان يې خوشي کول، حکومت وویل چې د دې کسانو ترمنځ اختطاف کوونکي او خطرناک قاچاقبران شته، اما طالبانو بیا هم په ډېره سپين سترګۍ انکار کاوه او ټول کسان يې د خپلې ډلې جنګیالي بلل. دا خبره سمه وه چې د دوی ملاتړي دي او دوی هر کس خپل جنګیالی بولي، اما له دې سره چې یا فکرا له طالب سره جوړ یا د ګټو په خاطر، خو دې کسانو هم خلک اختطاف کول او هم يې قاچاق کول، دا خبره داسې روښانه وه لکه د ورځې لمر. دوی د خپل حکومت مهال بیا د نړۍ په کچه یو غټ قاچاقبر بشر نورزی له امریکايي زندان څخه را خوشي کړ او دا خبره بیا ټولې نړۍ ته ثابته شوه چې نه یوازې يې د جنګ مهال دې خلکو سره اړیکه وه او دغه کار يې کاوه، بلکې اوس هم له دې خلکو سره لار لري او دغه کار کې في الحاله خپله ونډه لري.
پښتانه یوه خبره کوي چې درواغجن حافظه نه لري، په طالبانو هم دغه ډول کانې شوې دي. د ملا عمر موټر يې له خاورو را وویست، دوی ادعا کوله چې ملا عمر په دې موټر کې خپل وروستی سفر وکړ، بیا يې له ډاره همدلته ښخ کړ، خو د موټر حالت ته چې ګورې نو داسې معلومېږي لکه یوه میاشت چې هم په دې ځای کې نه وي پټ شوی. شل کاله چې یوه اوسپينه په خاورو کې پټه شي، هغه زنګ نه کوي؟ د طالبانو نه دې اوږدې زمانې ته پام شوی دی نه يې دې ته پام شوی چې دا موټر خو روغ رمټ ښکاري، هيڅ زنګ يې نه دي کړي، نو دا به دچا زړه ته ولوېږي چې دلته شل کاله وړاندې ښخ شوی و؟
که یو څوک دا ومني چې سمه ده ملا عمر پاکستان ته نه دی تللی، نو دغه د اوس وخت مشران خو دې ټول په پاکستان کې وو، د ملا عمر کورنۍ هم وه، ملا یعقوب دې همالته ستر شوی، درسونه يې لوستي او ملا شوی دی، دا يې یو ملا عمر نه تللی، نوره خو مو ټوله کابینه پاکستانۍ ده، دا چې شل کاله پاکستان ساتلي یاست، اوس به شل کاله د هغه هیواد لپاره غلامي هم کوئ، خدمت به هم ورته کوئ.
دلته بیا نور دروغ سره جوړ کړي، په وار وار يې پر سرحد شخړې سره کړې دي چې ملت ته ثابته کړي، دوی او پاکستان سره جوړ نه دي او ترمنځ يې جدي مشکلات شته. دا به نو یو ډېر له سیاسته او حالاتو ناخبره څوک ستاسو دواړو په ټکر باور کوي، که نه اصل خبره دا ده چې پاکستانی مو بادار او تاسو يې غلامان یاست.
دا اوس هم له اردو را نیولې بیا تر استخباراتو او ملکي تخنیکي برخې پورې پاکستاني کسان پکې شته، حتا یوه ملي ژبه يې نه ده زده او له دوی سره په اردو خبرې کوي، د ماليې وزرات يې له دې کسانو څخه ډک دی، په دې وخت کې بیا موږ دا ومنو چې طالب خپلواک دی او د پاکستان هيڅ ډول اغېز ور باندې نه شته؟!
د درواغو یوه بله نمونه يې دا شل کاله د نجونو د تعلیم، د ښځو د کار او بشري حقوقو منل دي، خو نن يې تر دوه کاله زیات وخت کېږي چې د امر ثاني په نامه ملت غولوي، دروغ ورته وايي، خو حقیقت بل څه دی.
یو بل درواغ يې نړۍ ډېر ژر ور باندې رښتیا کړل، دوی ژمنه کړې وه چې له هيڅ اورپکې ډلې سره به اړیکه نه ساتي، په خاص ډول القاعده او داعش، خو د القاعدې مشر په کابل کې ووژل شو، دوی بیا هم دا خبره نه منله چې له ترهګرو ډلو سره دې مرسته کوي.
نړۍ ته يې د ټولګډونه حکومت ژمنه ور کړې وه، اوس چې يې پر وعده د ختلو وخت راغی، د خپلې ډلې حکومت يې ټولګډونه وباله او د هغه وخت له کړو ژمنو څخه پر شا شول، ذبیح الله نړۍ ته په سپينو سترګو مخامخ درواغ وايي او هيڅ شرم هم نه احساسوي.
دا اوس هره ورځ د سل سلنه امن چیغې وهي، خو د دوی خپل والیان، قومندانان او عام کسان وژل کېږي، بیا هم دوی د امن نارې وهي. یو خوا يې امن نه دی پېژندلی چې امن څه ډول تعریف لري؟ بل خوا هغه د دوی له وینا سره سم امن نه شته، نړۍ يې د ثبوت لپاره بېلګې هم لري، اما طالب بیا هم د ټولې نړۍ په مخ کې امنیت راوستل د ځان لاس ته راوړنه بولي. په دې هم نه شرمېږي چې امنیت خو ما خپله خراب کړی و، اوس چې زه ناست یم، نو څوک امنیت اخلال کړي؟
هغه څوک چې پر خلکو د یوه قانون د عملي کولو هڅه کوي، خو خپله دغه قانون ته په عمل کې ژمن نه وي، د هغه وینا او پر خلکو د قانون پلي کېدل به څوک ور سره ومني؟ طالب له اسلامي قانون څخه په خپل عمل کې ګڼ ځایونه دغه ډول تېری کوي؛ لکه د درواغو په برخه کې، خو پر نورو يې د بشپړې عملي کېدو غوښتونکی. دغه اسلام ته منسوبې افراطي جهادي ډلې ټولې د وینا او عمل په دغه ډول پارډوکسونو اخته دي.
پر یوه خبره يې هم باور نه شي کېدای او دومره بې باوره دي لکه لړم، که دا هسې ور نژدې شوې، دا امکان لري چې هغه دې په نیښ ووهي. درواغ ویل هم یو حد لري، د طالب دروغ ویل هېڅ حد نه لري او نه یو مشخص چوکاټ ورته شته. هر څه يې په دروغو دي او حتا خپل ځانونه هم په دروغو خطاباسي او کاذب ډاډ ځان ته ور کوي. دا خپل ټيټ رتبه کسان ټول د همدې خپلو مشرانو په دروغو تېروتلي دي، که د دې خپلو مشرانو اصلي څېرې هغوی ته بربنډې شي، نو په سلو کې لس کسان هم د خپلو مشرانو پر قدم والله که قدم کښېږدي، بلکې پر توف به کړي.
په پای کې به د پښتو یو متل ورته راوړ چې پښتانه وايي د دوراغو منزل لنډ وي. اوس هم چې طالبان ټوله حکومتداري په درواغو کوي، نو دا هر څه به ژر پر را ښکاره شي او دا ناسمې کړنې به يې خپل وروستی برخلیک ورته وټاکي.