طالبان او ترهګر؛ د داعش نوی تاکتیک څه دی؟
لیکنه: محمد علي نظري

د طالبانو ډله یو مهال د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېده او تر دا مهال هم ددې ډلې یو شمېر مشران د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل دي. دغه ډله د افغانستان په قضیو کې د دخیلو هېوادونو د ګټو د اقتضاتو پر بنسټ او له بل لوري په ځینو مواردو کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د یو شمېر چارواکو د خواخوږي له امله، له یوې ترهګرې ډلې د افغانستان د حاکمانو په توګه واک ته ورسېدل. کله چې په دوحه کې د طالبانو واک ته د رسېدنې لپاره زمینه برابرېدله، یادې ډلې پرېکړو نیونکو خواوو سره ژمنه وکړه چې له ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کوي او د افغانستان له خاورې به د نورو هېوادونو پر وړاندې ګټه نه اخیستل کیږي.
دا دوه، له نړۍ او د افغانستان له ګاونډیانو سره د طالبانو له مهمو ژمنو څخه وې. طالبان چې هغه مهال هم له خلکو سره یې خبرې نه کولې او د خبرو لوری یې بهرنیان وو، اوسمهال هم خلکو سره د نږدې کېدو لپاره د پام وړ هڅې نه کوي. له خلکو سره ددې ډلې اړیکه، یو اړخیزه او په امر او اطاعت پورې ولاړه ده. دغه اړیکه هم د « وېرې د ستراتیجي» پر بنسټ لا هم د پلي کېدو په حال کې ده. له بهرنیانو سره ددې ډلې اړیکې لا هم دوام لري. دا هڅې له یوه پلوه د مشروعیت ترلاسه کولو او له تحریمونو نه د خپلو مشرانو د نومونو د لیرې کېدو لپاره دي او له بل لوري د وضعیت د بدلون د مخنیوي په موخه دي چې کېدای شي هېوادونه ددې ډلې له مخالفو ځواکونو نه ملاتړ وکړي او له دې سره د طالبانو پاېښت له ګواښ سره مخ شي.
د طالبانو د پولې هاخوا هڅې د انزوا د ماتېدو او د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره له زیاتو موانعو سره مخ دي. یو له دغو موانعو، له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو ساتل او هغوی ته پناه ورکول دي. دغه امر، حتی هغه هېوادونه چې کلونه یې د طالبانو لپاره لابي وکړې، سیاسي ملاتړ یې وکړ او هغوی ته یې پیسې او وسلې او دغه راز ښوونیز کمپونه په واک کې ورکړي و، اندېښمن کړي دي. پاکستان، ایران، روسیه او ازبیکستان له هغو هېوادونو نه دي چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او حتی له سقوط وړاندې په ځلونو یې ددې ډلې له مشرانو کوربتوب کړی دی. دا مهال پاکستان د (تي تي پي) یا د پاکستاني طالبانو د تحریک، ایران او روسیه د داعش او اوزبیکستان د داعش او د ازبیکستان د اسلامي غورځنګ له اړخه د ګواښ احساس کوي او ټولې دغه ډلې د طالبانو تر واک لاندې او ځینې یې ددغې ډلې په ملاتړ د پیاوړتیا په حال کې دي.
تازه د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا د تعزیراتو کمېتې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په اړه تازه راپور خپور کړی دی او په هغه کې ددې ډلې د حکومتولۍ د بېلابېلو اړخونو په اړه یې بحثونه کړي دي. ددغه راپور لویه برخه د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو ته ځانګړې شوې ده. د ملګرو ملتونو د سازمان راپور وايي چې طالبانو د سیمې له ۲۰ ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې ساتلې دي. دغې ډلې د القاعدې، د پاکستاني طالبانو د تحریک، د اوزبیکستان د اسلامي غورځنګ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د تاجیکستان د انصارالله جماعت او یو شمېر نورو ترهګریزو ډلو مشرانو ته پناه ورکړې ده او له هغوی نه ملاتړ کوي. اوسمهال طالبان په افغانستان کې له دوه ډوله ترهګریزو ډلو سره مخ دي؛ د دوستۍ ډلې او د دښمن ډلې.
داعش؛ د طالبانو دښمن او د طالباني تاکتیکونه
له نورو ترهګریزو ډلو نه د طالبانو د ملاتړ او له هغوی سره د اړیکو ساتلو د موضوع په هکله تر دې وړاندې هم په ځلونو راپورونه ورکړل شوي دي. د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ددغو ډلو د مشرانو او جګړه مارانو د حضور په اړه هم تل خبرې شوي دي. سره له دې چې طالبان ددغو ډلو حضور نه مني او حتی داعش چې له دې ډلې سره دښمني لري د هغوی له شتون نه هم انکار کوي، خو د هغو پراخو بریدونو پربنسټ چې داعش د طالبانو او د افغانستان د خلکو پر وړاندې ترسره کړي او د طالبانو له لوري هم کله ناکله ددغې ډلې پر وړاندې عملیاتونه ترسره شول، د داعش حضور ثابتوي او ویل کیږي چې د افغانستان لپاره یې ګواښ ډېر لوی دی.
دا مهال په افغانستان کې داعش یوازینۍ ځواکمنه ترهګریزه ډله ده چې له طالبانو سره په ښکاره ډول دښمني لري. په افغانستان کې د نورو فعالو ترهګرو ډلو سره ددې ډلې توپیر دادی چې نورې ډلې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې فعالیتونه کوي او له دې سره د افغانستان د خلکو لپاره لوی امنیتي ګواښونه رامنځته کوي، خو داعش ددې ترڅنګ چې د افغانستان له خاورې نه د خپل ځان د پټنځای په توګه ګټه اخلي او د نورو هېوادونو پر وړاندې د لویو بریدونو موخې په سر کې لري، د افغانستان له خلکو سره هم په ښکاره ډول دښمني لري. د ملګرو ملتونو د وروستي راپور پر بنسټ، دغه ډله دا مهال د لویو بریدونو د پر لاره اچولو لپاره د خپلې وړتیا د لوړولو په حال کې ده. دا بریدونه لومړی د افغانستان د خلکو او بیا د طالبانو لپاره ګواښ پېښوي.
داعش له شیعه مسلمانانو سره، ایدیولوژیکه دښمني لري او د هغوی وژل د خپل ځان ماموریت ګڼي. دا چې په افغانستان کې هزاره ګان ډیری شیعه مذهبې دي، ددې ډلې د پراخو بریدونو ترلاندې راغلي دي. که د جمهوریت په وخت کې و او که اوس د طالبانو په دوره کې، یادې ډلې وکولای شول لوی او خونړي بریدونه د هزاره ګانو او شیعه مذهبو په وړاندې ترسره کړي تر ټولو لویې بېلګې یې، په کندز، کندهار او مزارشریف کې پر جوماتونو بریدونه او دغه راز په کابل کې د کاج په ښوونیز مرکز بریدونه وو چې ټول د طالبانو د واک پرمهال ترسره شوي دي. سره له دې چې داعش د افغانستان له ټولو خلکو او حتی طالبانو سره دښمني لري، خو له غیر هزاره ګانو او غیر شیعه و سره یې دښمني یوڅه کمه ده. دغه ډله غیر شیعه مذهبي یوازې د یوه مذهب د انتساب لپاره نه وژني. له همدې امله، په افغانستان کې ددې ډلې پیاوړي کول، د سیمې او ټول هېواد لپاره یو بد خبر دی. خو د شیعه ګانو لپاره کېدای شي تر ټولو بد خبر وي ځکه ډیری بریدونه د هغوی پر وړاندې په لاره اچوي او کېدای شي په دې لړ کې د هغوی ډېرې وینې وبهوي.
دغې ډلې د طالبانو لپاره هم لوی سردرد رامنځته کړی دی. له یوه پلوه د هغوی حضور او ویجاړونکو فعالیتونو د طالبانو د امنیت روایت له ننګونې سره مخ کوي او له بل پلوه ددې ډلې په مشرانو لوی بریدونه ترسره کوي. یو له دغو لویو بریدونو، په بلخ کې د طالبانو د والي داوود مزمل وژل کېدل و. په وروستیو کې یې هم په بدخشان کې د طالبانو په چارواکو بریدونه ترسره کړل چې په لومړي برید کې ددې ولایت د والي مرستیال ووژل شو او په دوهم برید کې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د پخواني قوماندان په ګډون ۱۷ تنه ووژل شول.
داعش د طالبانو له منځ نه سرتېري جذبوي او ددې ډلې له تاکتیکونو نه کار اخلي. یو له دغو تاکتیکونو، د خودي بریدونو د پرلاره اچولو په موخه د طالبانو د ځواکونو ګمارل دي؛ کوم کار چې طالبانو په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د دولت پر وړاندې په جګړه کې ترسره کاوه، اوس له داعش سره ددې ډلې د ځینو جنګیالیو له یوځای کېدو وروسته یې د طالبانو پروړاندې کاروي. له بل لوري، د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، داعش ډلې دا مهال خپل د سلسله مراتبو جوړښت کې بدلون راوستلی دی او په کوچنیو شبکه یي هستو وېشل شوي دي. له دا ډول تشکیلاتي جوړښت سره، له یوې خوا کولای شي ډېره جغرافیا تر خپل پوښښ لاندې راولي او له بل پلوه د یوې هستې د لمنځه وړلو په صورت کې، کولای شي د خپل جوړښت له بشپړ لمنځه تللو مخنیوی وکړي. یو یا دوه هستې که زیان وویني خو په ټول تشکیلاتي جوړښت یې دومره اغېز نه کوي او یاده ډله بیا جوړونې ته اړتیا نه پیدا کوي.
په دا ډول جوړښت کې، د پرېکړې نیونې واکونه کوچنیو ډلو ته ورکول کیږي او هغوی کولای شي د وخت له لاسه ورکولو پرته، په چټکۍ سره خپل بریدونه طرحه او ترسره کړي. له دغه تاکتیک نه هم تر دې وړاندې د طالبانو له لوري د پخواني دولت پر وړاندې ګټه اخیستل کېده. ویل کیږي چې هغه مهال د پاکستان د استخباراتو سازمان ددغه تشکیلاتي سیستم طراح و او د طالبانو د ریاست الوزرا اوسنی سرپرست او ددې ډلې د پېښور شورا رییس مولوي عبدالکبیر د دا ډول تاکتیک د ترسره کوونکي په توګه دنده پرمخ وړله.
دغه تاکتیک لکه څنګه چې هغه مهال وکړای شول د طالبانو د پیاوړتیا لامل شي او د افغانستان د دولت پر وړاندې لویه ننګونه رامنځته کړي، دا مهال چې طالب د دولت پر ځای او داعش د طالب پرځای ناست دی، کولای شي ورته وضعیت رامنځته کړي. صمد پاینده د « افغانستان په سیاسي تیاتر کې د مولوي عبدالکبیر د رولونو» تر سرلیک لاندې په مقاله کې د طالبانو د جګړییزو تاکتیکونو او د تشکیلاتي بدلون په اړه د تیو فرل (Theo farrell) له خولې وايي: « د پېښور د شورا د نفوذ په پیاوړتیا او متمرکزو تاکتیکونو او سازماندهي کې څلور عنصرونه دخیل وو. د آی اس آی د برنامو په لاره اچونه، د اسلامي ګوند د قوماندانانو له لارې د تجربو لېږدول یا هم طالبانو سره د هغوی یو ځای کېدلو او بهرني مالي ملاتړ چې ویل کیږي هغه مهال ډیری مالي مرستې له عربي هېوادونو ترلاسه کېدلې.» کومې تجربې چې د اسلامي ګوند له لارې طالبانو ته لېږدول شوې وې، اوس داسې ښکاري چې دغه تجربې له داعش سره د یو شمېر طالبانو د یوځای کېدو له لارې هغوی ته لېږدول شوي دي.
یو شمېر طالبان له هغه څه نه چې خپل حق بولی، هغو ته ندي رسیدلي او له همدې امله له دغه وضعیت نه خوښ ندي. یو شمېر نورو بیا خپل ویجاړونکي عادتونه ندي پرېښی او ویل کیږي چې دغه دوه ډلې، د داعش خراسان له ځواکونو سره یوځای شوي دي. له داعش سره د طالبانو د نورو ډلو د یو ځای کېدو احتمال هم شته. له داعش سره د طالبانو ددغو ډلو یوځای کېدل، کېدای شي داعش نور هم پیاوړی کړي ځکه طالبان په ترهګریزو فعالیتونو له هغې ډلې د ځانمرګو برېدونو په لاره اچولو، د « دښمن» په جوړښت کې د نفوذي شبکو په جوړولو کې کلونه کلونه تجربې لري.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعزیراتو کمېتې راپور وايي چې په ۲۰۲۲ کال کې داعش د نفوذي له همدې روش نه په ګټې اخیستنې، د طالبانو د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو سراج الدین حقاني او ملا یعقوب پر وړاندې بریدونه پلان کړي وو. راپور وايي چې دغې ډلې وکولای شول ددغو دواړو په کورونو د برید پلان ونیسي خو بریالي نشول.
د سراج الدین حقاني او ملا یعقوب کورونو ته رسېدل دومره آسانه کار هم ندی. دا کار د طالبانو د تاکتیک نه په ګټې اخیستنې ترسره شوی دی. طالبانو په دغه تاتکتیک سره د دوو لسیزو په لړ کې وکولای شول د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ډیری مشران لمنځه یوسي چې په برهان الدین رباني او اسدالله خالد بریدونو یې ښې بېلګې دي. د طالبانو یو شمېر نور تاکتیکونه چې اوسمهال د داعش له لوري کارول کیږي، لکه د مخدره توکو د تولید او قاچاق په مرسته د مالي سرچینو ټینګښت، پر مخدره موادو د مالیاتو لګول، د معدني موادو کېندل او خرڅلاو، له سوداګرو نه باج اخیستنه او د باج اخیستنې په موخه د هغوی برمته کول دي. له همدې امله، کله چې داعش کولای شي د طالبانو د کورنیو او دفاع وزیرانو کورونو ته ورسیږي، دا په ډاګه کوي چې تر دوو کلونو وړاندې ددې ډلې ګواښ لا پسې زیات شوی دی، د ملګرو ملتونو د سازمان د راپور پر بنسټ داعش په افغانستان کې له څلور تر شپږ زرو پورې جنګیالي لري، کېدای شي په راتلونکي کې امنیتي وضعیت لاپسې کړکېچن شي.
د طالبانو دوستان
له داعش پرته، په افغانستان کې نورې فعالې ترهګرې ډلې د طالبانو دوستان دي. دغه دوستان په تېرو دوو لسیزو کې له طالبانو سره یو ځای د پخواني دولت په وړاندې وجنګېدل او روښانه ده چې ځاني تلفات یې هم ورکړي دي. اوسمهال هغوی طالبانو ته پناه وروړې ده او د افغانستان له خاورې، ګاونډي هېوادونه ګواښوي.
د ملګرو ملتونو د سازمان راپور وايي چې د القاعدې مشران په افغانستان کې شتون لري. ددغه راپور پر بنسټ « د القاعدې شبکې دوه زره کورنۍ په افغانستان کې شتون لري. دغه ډله په بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان او زابل کې، روزنیز کمپونه هم لري.» راپور کې ویل شوي چې یو شمېر عرب جنګیالي په کنړ او نورستان کې هم شتون لري. راپور وايي چې یو شمېر دغه کسان د افغانستان د هویتي اسنادو له درلودلو سره د افغانستان په ښارونو کې، طالبانو سره د سلاکارانو په توګه کار کوي. دغه راپور دغه راز وايي چې القاعده په افغانستان کې ځان پیاوړی کوي او د ۲۰۲۲ کال په نوامبر کې ددغې ډلې مشر سیف الدل، له ایران نه افغانستان ته سفر کړی دی.په افغانستان کې د القاعدې پیاوړي کول، جدي ګواښونه پېښوي. دغه ډله نړیوالې موخې لري او بریدونه به یې نږدې او لیرې هېوادونو پورې ورسیږي. له کومه ځایه چې طالبانو یو ځلي خپل رژیم له القاعدې نه په ملاتړ قرباني کړ، اوسمهال هم دوه اړخیزې اړیکې لري او د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا د راپور پربنسټ یو شمېر د هغو د افغانستان هویتي سند په لاس کې لري او طالبانو ته سلامشورې ورکوي. سره له دې چې ویل کیږي چې طالبان له امریکا نه د ډالرو کڅوړې ترلاسه کوي، خو د امریکا دښمن (القاعدې) ته یې پناه ورکړې ده او د هغو په پیاوړتیا کې برخه لري.د طالبانو بل دوست، د پاکستاني طالبانو تحریک دی. دغه ډله د پاکستان دولت غیر اسلامي بولي او د هغه پر وړاندې جنګیږي. د افغانستان طالبان چې د پاکستان په لاسپوڅو مشهور دي او کلونه کلونه یې هلته پټنځایونه درلودل او د هغو له لوري ملاتړ کېدل، اوسمهال د یاد هېواد دښمن په خپل غېږه کې ساتي. یو ځلي خبرونه خپاره شول چې د افغانستان طالبان له تي تي پي نه د ملاتړ لپاره پاکستان ته جنګي ځواکونه لېږدولي دي. د ملګرو ملتونو راپور وايي چې دغه ډله هم په افغانستان کې له څلورو تر شپږ زرو پورې جنګیالي لري.په افغانستان کې بله فعاله ترهګره ډله، د اوزبیکستان د اسلامي غورځنګ (آی ایم یو) ډله ده. تر دې وړاندې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له لوري دولت سقوط وکړي، په سیاسي غونډو کې ویل کېدل چې اوزبیکستان په تاشکند کې د طالبانو له مشرانو سره د افغانستان د دولت د ځینو چارواکو د لیدنې زمینه برابره کړې ده. یادې لیدنې په غیررسمي او په پټه ترسره کېدې او د افغانستان د دولت د سولې په خبرو اترو پورې یې اړه نه لرلې، بلکې یو شمېر د دولت چارواکي چې د جمهوري نظام له پاېښت نه ناهیلي شوي وو، غوښتل یې د له سقوط وروسته له دغې ډلې نه یو څه امتیازونه ترلاسه کړي. له سقوط وروسته هم یو له هغو هېوادونو چې ډېرې نږدې اړیکې له طالبانو سره لري، هغه ازبیکستان دی. له طالبانو نه د تاشکند دغه ملاتړونه هم ونشوای کړای چې طالبان دې د ازبیکستان دښمن په غیږ کې ونه نیسي او ملاتړ یې ونکړي. سره له دې چې د اوزبیکستان د اسلامي غورځنګ د جمهوریت له سقوط وړاندې له طالبانو سره مرسته کړې، اوسمهال د افغانستان په خاوره کې د طالبانو تر سیوري لاندې یې د امن ځای موندلی دی. نورې ډلې هم په افغانستان کې فعالې دي چې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ د ټولو شمېر ۲۰ ته رسیږي. دغو ډلو هم د دولت پر وړاندې د طالبانو په جګړه کې له طالبانو نه ملاتړ کاوه او اوسمهال په زرګونه جنګیالي د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې لري. یو ځلي له سقوط وړاندې، ویل کېدل چې طالبان یو شمېر سیمې تر کنترول لاندې نیسي، داسې کسان ورسره شته چې نه په پښتو پوهیږي، نه په فارسي او نه په اوزبیکي. ویل کېدل چې هغوی له خپلو کورنیو سره د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځای پرځای کیږي.د طالبانو دوستان چې ډیری نور هېوادونه تر خپل هدف لاندې نیسي، افغانستان ته هم زیان رسوي. د افغانستان په خاوره کې ددغو ټولو وسلوالو ترهګرو راټولېدنه، یو فوري ګواښ دی. داعش هم د طالب او د افغانستان د خلکو د دښمن په توګه، یو جدي ګواْښ بلل کیږي. ددغو ځواکونو د شتون کوچنی زیان، د پانګو تېښته او په هېواد کې د فقر زیاتوالی دی.