طالبان او اویغوریان؛ د عقېدې او ګټو تناقض

د طالبانو ډلې هم د نورو سخت دریځو ډلو په څېر په کلونو په چین، کشمیر، فلسطین او نورو ځایونو کې د مسلمانانو وضعیت ته په نغوتې سره خپلې وژنې او جګړې توجیې کولې او ادعا یېکوله، چې د مظلومو او تر ظلم لاندې مسلمانانو د دفاع لپاره یې جهاد پېل کړی دی. د دغو ډلو د ادعا له مخې، جګړه د واک ترلاسه کولو لپاره ده او واک د مظلومو دیني وروڼو او خویندو د مرستې لپاره دی.
خو عملاً چې کله دغه ډلې واک ته ورسيږي، د دنياوي اسانتياوو په رڼا کې یې سترګې برېښي او خپلې ډېرې کړې ژمنې خځللوښي ته اچوي. واک ته له رسیدو وروسته یې د زیاتو پیسو د ترلاسه کولو او د زیاتو مادي ګټو د خپلولو لپاره له لویو قدرتونو سره چنې وهلپر اصلي اجنډا بدلېږي او د همدغو ګټو د ساتلو لپاره خپل همدینه او هم عقیدې مخالفین ځپي او وژني، هغه څه لکه طالبان چې یېپه افغانستان کې له سلفیانو او نورو سیالو ډلو سره کوي. دا تناقض د سیاسي اسلامي ډلو په کار او په ځانګړې توګه د طالبانو په کار کې له ورایه څرګند دی.
طالبان د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته چې د فکر او عقیدې له پلوه د چین د اویغورانو په منځ کې ریښې لري، ډېر نږدې دي او د افغانستان له مخکیني حکومت سره د جګړې په کلونو کې د طالبانو او ورته سازمانونه تر منځ نږدې همکاري وه. د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په اړه مفصل معلومات نشته، په ځانګړې توګه دا چې ایا د یوې نړۍوالې جهادي شبکې برخه دیاو که یوازې پر سیمه ییزو اهدافو تمرکز کوي. په بله وینا، آیا د هغه اصلي اجنډا په چین کې د اویغور مسلمان لږه کي دفاع ده او ایا یوازې د چین د حکومت له ځپونکې تګلارې سره مخالفت کوياو که د القاعدې او طالبانو په څېر د نړۍوال اسلامي خلافت د جوړولو فکر لري؟ خو څرګنده ده چې دغې ډلې جګړې او وسله وال فعالیت ته مخه کړې او خپلو موخو د رسېدو لپاره له تاوتریخوالي د یوې مهمې تګلارې په توګه کار اخلي.
له بلې خوا، په چين کې ډېر اويغور مسلمان لږه کي د ختيځ ترکستان له اسلامي غورځنګ سره هيڅ تړاو نه لري او يوازې د خپل مذهبي او کلتوري هويت د ساتلو په فکر کې دي چې له نورو چينايانو سره توپير لري. خو د چين حکومت د هغوی د هويت بشپړ له منځه وړلو ته ملا تړلې ده او په دې برخه کې د کنټرول او ځپلو له سختو لارو چارو کار اخلي. د دغه مسلمان لږه کي ډېر غړي شپه او ورځ تر څارنې لاندې دي، د خپلو مذهبي عقايدو پرخلاف کارونو ته اړ اېستل کیږي، د اجباري کار کمپونو ته استول کېږي او هڅه کېږي چې خپله ژبه، مذهب او کلتور هېر کړي. دغهراز د اویغوریانو مذهبي ازادي هم خورا سلب شوې، د هغوی ډېری جوماتونه تړل شوي او د نړۍ خلکو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د هغوی له وضعیته خبر شي.
ښکاره تناقض دا دی چې طالبان له یوې خوا له چین سره د دوستانه اړیکو په ټینګولو سره د دغه هېواد د مسلمانانو د دردونواو کړاوونو په تړاو خپله ښکاره بې تفاوته ښیي، خو له بلې خوا د ختیځ ترکستان له وسله والې ډلې سره نږدې اړېکې لري. دا څرګنده نه ده، چې د چین له دولت سره یې په خپلو صمیمانه اړیکو کې د ختیځ ترکستان ډلې په اړه کومې ژمنې کړې دي. ایا د ایمن الظواهري په څېر به د پیسو لپاره وپلورل شي او که به د طالبانو له ملاتړه برخمنه پاتې شي؟ یوازیني هغه څه چې ټولې نړۍ ته څرګند دي، د دې ډلې لپاره په چین کې د مظلوم مسلمان لږه کیوضعیت ته اهمیت نه ورکول دي چې د هغوی شکنجه کوونکو ته د دوستۍ او ورورولۍ لاس ورکوي او دا ښیي چې د سیاسي اسلام لپاره له پیسو او واک پرته بل هیڅ شی مهم نه دي.