۸صبح، کاپیسا: د طالبانو د استخباراتو ریاست په کاپیسا ولایت کې د مقاومت جبهې د ۱۲ تنو د نیول کېدو خبر ورکوي.
دغه ریاست یکشنبه د لړم پر ۲۹ د خبرپاڼې او یوې ویډیو په خپرولو اعلان کړی، چې په نیول شویو کسانو کې د مقاومت جبهې درې مهم غړي هم شامل دي.
په هغه ویډیو کې، چې د طالبانو د استخباراتو ریاست د نیول شویو کسانو له اعتراف څخه خپرې کړې دي د دغو کسانو پر ځانونو د شکنجې نښې لیدل کېږي.
که څه هم د مقاومت جبهې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ځایي سرچینې وایي چې د طالبانو له خوا په ۱۲ نیول شویو کسانو کې یوازې دوه تنه یې د مقاومت جبهې غړي دي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د نیول شویو ترمنځ لس تنه نور ملکي وګړي دي او له هېڅ ډلې سره اړیکه نه لري.
طالبانو تېره اونۍ هم د دوو مخکینیو پوځیانو، یوه ښوونکي او یوه زدهکوونکي په شمول لږترلږه یوولس تنه د کاپیسا ولایت له بېلابېلو برخو له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي وو.