۸صبح، پنجشېر: په پنجشېر کې ځایي سرچینې وايي چې طالبانو په دې ولایت کې څه د پاسه ۵۰ ملکي وګړي نیولي دي.
سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې دا کسان یکشنبې د تلې په درېیمه د پریان ولسوالۍ له کوهسار، شانیز او قاضي خېلو سیمو څخه له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.
سرچینو ټینګار کوي چې نیول شوي کسان کروندګر دي او له مقاومت جبهې سره هېڅ ارتباط نه لري.
د ویلو ده چې طالبانو د یکشنبې په سهار د پنجشېر ولایت په پریان ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې پر مرکزونو پراخ بریدونه پيل کړل.