طالبانو د هرات په غوریان ولسوالۍ کې ۱۰ تنه د خلکو په مخکې په دُرو ووهل

۸صبح، هرات: هرات کې سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د ۱۰ تنو له په دُرو وهلو خبر ورکوي.
سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې طالبانو دوشنبه د لیندۍ پر اتهویشتمه نېټه د سهار لس بجې د هرات په غوریان ولسوالۍ کې ۱۰ تنه په عام محضر کې په متروکو وهلي دي.
د سرچینو په وینا طالبانو دغه کسان د تاریخي اثارو د غلا، د نشهیي توکو د پېر او پلور او غلاوو په تور په دُرو وهلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ هم په جوزجان ولایت کې ۲۲ تنه په دُرو وهلي وو.
طالبانو موده مخکې هم په فراه کې یو کس قصاص کړ او د طالبانو لوړپوړو چارواکو یې له نږدې ننداره وکړه.
له هغې وروسته طالبانو په پروان، غور او کندهار ولایتونو کې یو شمېر نارینه او ښځې په عام محضر کې په بېلابېلو تورونو په دُرو ووهل.
د ویلو ده، چې د طالبانو دغو کړنو نړیوال غبرګونونه پارولي دي.