طالبانو په هلمند کې ۱۶ تنه په درو ووهل

۸صبح، هلمند: په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي، ۱۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.
په هلمند ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض پنجشنبه د سلواغې پر ۱۳ وايي، چې دغه کسان د غلا، له واده پرته اړيکو او ټولنیزو تېروتنو په تور په درو وهل شوي دي.
د هغه په وينا، د دغو کسانو هر يو له ٣٠ تر ٣٩ درو وهل شوی دی.
طالبانو تر دې وړاندې په نورو ولایتونو کې هم خلک په بېلابېلو تورونو په درو وهلي دي.