طالبانو په غور کې د یوې ښځې په ګډون ۱۲ تنه په دُرو ووهل

۸صبح، غور: په غور کې ځایی سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د یوې ښځې په ګډون ۱۲ کسان په دُرو وهل شوي دي.

سرچينې پنجشنبه د ليندۍ پر ۲۴ وايي، چې طالبانو دغه کسان د اخلاقي فساد، غلا او د شرابو د څښلو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

سرچینې زیاتوي، چې طالبانو دغه کسانو هر يو له ۲۵ تر ۳۹ دُرې وهلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په هلمند کې شل او په زابل کې اووه کسان د غلا او له واده پرته اړیکو په تور د طالبانو له لوري په دُرو وهل شوي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په عام محضر کې په جنایتونو تورنو کسانو ته سزا ورکوي.

څه موده وړاندې طالبانو په فراه کې یو سړی قصاص کړ او د طالبانو جګپوړو چارواکو د دغه کس د اعدام بهير له نږدې ننداره کړ.

تر هغې وروسته طالبانو د پروان ولایت د مرکز چاریکار په لوبغالي کې ۱۸ نارینه او ۹ ښځې په عام محضر کې د غلا، له واده د بهر اړيکو او له کوره د تېښتې په تور په دُرو ووهل.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو دغه اقدام نړیوال غبرګونونه هم راپارولي دي.

ورته لیکنې

Back to top button