د طالبانو سرحدي نښتې او د هغو دلالتونه

له تېرو څو ورځو راهیسې طالبان هڅه کوي، چې د هلمند سیند د حقابې د رامنځته شوې شخړې پر سر  له یوې خوا د افغانستان د خلکو د یوې برخې ملي احساسات د ځان په ګټه راوپاروي او له بلې خوا څو لوېدیځو هېوادونو ته دا پیغام ورسوي چې افغانستان له ایران سره د نیابتي جګړو لپاره کارول کېدای شي. دا ترینګلتیاوې په تېره بیا کله چې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو تر منځ تر ګرمې نښتې ورسېږي، د خطر زنګ دی او تر ټولو ډېر زیان یې د دواړو هېوادونو خلکو په ځانګړې توګه د افغانستان خلکو ته رسېږي، چې له ډېر زیانمنونکي حالت سره مخ دي. په لنډ مهال کې به د ملیونونو افغان کډوالو وضعیت چې د طالبانو د جګړې او د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته د هېواد پرېښودو ته اړ شوي، نور هم خراب شي او په اوږدمهال کې به دواړه ګاونډي هېوادونه چې له هر اړخه متقابلې اړتیاوې لري، له دښمنانه حالت سره مخ شي، چې دا کار به دې سیمې ته د بد نیت لرونکو په ګټه پرېوځي.

په سیمه ییزو قضیو کې د طالبانو چلند د دې ډلې پیچلی او کړکېچ رامنځته کوونکی ماهیت نور هم په ډاګه کولای شی. ټوله نړۍ پوهېږي چې د جمهوریت په شل کلنه دوره کې د طالبانو فعالیت او پایښت د سیمې په استخباراتو پورې تړلی و او په دې برخه کې په لومړۍ درجه د پاکستان استخباراتو او په دویمه درجه د ایران سپاه پاسداران مهم او د پاموړ رول درلود. په واقعیت کې د خوندي پټنځایونو په برابرولو، د جنګیالیو په روزنې او د جنګي تجهیزاتو په ورکولو او ورسره استخباراتي تغذیې او اطلاعتاتي مرستو سره د دې ډلې دوامداره ملاتړ، یوه ترهګره اورپکې ډله د یوه جدي سیمه ییز لوبغاړي کچې ته لوړه کړه. د همدې وضعیت په لړ کې لويو قدرتونو لېوالتيا پيدا کړه، چې تعامل ورسره وکړي، استازي یې مسکو ته وبلل شول او ورپسې د دوحې هوکړه وشوه. له همدې امله د طالبانو ډله خپل وجود او پایښت د بېلابېلو سیمه ییزو او نړیوالو مرستو پوروړی ګڼي او تر اوسه په همدغه ملاتړ او ترلاسه کوونکو مرستو خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

هغه څه چې په دې لړ کې د دې ډلې په اړه باید په پام کې ونیول شي، دا دي چې یوه ډله چې د ترهګرۍ مخینه لري، پر یوه دودیز او مسوول حکومت تر بدلېدو پورې اوږده لاره په مخکې لري او ملاتړي یې د دې ډلې ماهیت په اسانۍ سره نه شي بدلولای. هغه ډله چې خپل هویت له تاوتریخوالی، وژنو، ترور او ځانمرګو اخلی او له داعش پرته د نړۍ له ټولو افراطی او ترهګرو ډلو سره د ورورګلوۍ اړیکې لري، په سیمه ییز او نړۍوال  تعامل کې د باور وړ لوری نه شي کېدای.

دا ډله د پاکستان د استخباراتو دايمي بچندره پاتې شوې، خو د ټي ټي پي ډلې ملاتړ کوي او کله ناکله د پولې هغې غاړې ته ځواکونه لېږي. له چین سره هم ښې اړیکې لري، خو د ختیځ ترکستان جنګیالیو ته په افغانستان کې پناه ورکوي او لوژستیکي مرستې ورته برابروي. د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د دوستۍ تظاهر کوي، خو د دغو هېوادونو د جنګي ډلو کوربنه ده.  دې ډلې د ایران د سپاه پاسدارن له نازولو تل خوند اخیستی دی، خو د ایران د حکومت مخالف افراطي جنګیالي یې په غېږ کې نیولي دي. په دوحه کې یې د امریکا د مذاکراتو له امله نړۍوال شهرت ترلاسه کړ او تر اوسه پورې د طالبانو مشران ترې ډېرې پیسې اخلي، خو ورسره هممهاله له القاعدې او امریکا ضد ځواکونو سره ارګانیکې اړیکې لري. له ایران سره سرحدي شخړو وښوده، چې دا ډول ډلې یوازې په سیمه کې د کړکېچ د رامنځته کولو لپاره کارول کېدای شي، نه د رغنده اړیکو د جوړولو لپاره. یوازې په افغانستان کې یو قانوني او د ولسي ملاتړ لرونکی حکومت کولای شي چې د سیمې له ټيکاو او امنیت سره مرسته وکړي او د نړۍ په دې برخه کې د کړکېچونو د زیاتېدو مخه ونیسي.

ورته لیکنې

Back to top button