د طالبانو ادعا: په سوډان کې یو شمېر ايسار افغانان عربستان ته لېږدول شوي دي

۸صبح، کابل: له سوډانه د زرګونو بهرنیو وګړو د ايستلو د بهير په لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې د سوډان په جګړه کې یو شمېر ايسار افغانان له دغه هېواده ایستل شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ، د غويي په ۷ مه، پر خپله ټویټر پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې له سوډانه افغان وګړي د سعودي عربستان په همکارۍ ايستل شوي دي.

که څه هم بلخي له سوډانه د سعودي عربستان جدې ښار ته د بيول شویو افغانانو د کره شمېر په اړه څه نه دي ويلي، خو د دغه هېواد د هر اړخیزو همکاریو قدرداني یې کړې ده.

بلخي زیاته کړې چې له سوډانه ایستل شوي افغانان به ډېر ژر افغانستان ته ولېږدول شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار کړی چې په سوډان کې د پاتې افغانانو د ایستلو هڅې روانې دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي وو، چې په سوډان کې ۱۲۰ افغانان ايسار پاتې دي

ورته لیکنې

Back to top button