۸صبح، کابل: د تورخم په دروازه کې د پاکستاني پوځیانو او طالب وسلهوالو ترمنځ یو ځل بیا نښته شوې ده.
د تورخم له دروازی څخه ځايي سرچينې وايي، چې پنجشنبه د مرغومي پر ١٥ له غرمې مخکې يوولس بجې د پاکستاني پوځيانو او طالب وسلهوالو ترمنځ نښته شوې ده.
یوې باوري ځايي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې د پاکستان د پوځ یو چارواکی د طالب جنګیالیو په ډزو ټپي شو.
د سرچينې په وينا، پاکستاني پوځيانو د دغه بريد په ځواب کې وسلې پورته کړې او د ډزو په پايله کې يو افغان ملکي وګړى وژل شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، تر دې نښتې وروسته د تورخم دروازه د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
طالبانو او د پاکستان پوځ تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.
په تورخم او سپین بولدک کې تر دې وړاندې هم د طالب جنګیالیو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې دي.