زابل کې له پاکستاني پوځیانو سره د طالبانو نښته؛ ۳ پاکستاني پوځیان مړه او ۲ طالبان ټپیان شول

۸صبح، زابل: زابل کې ځایي سرچینې د دغه ولایت اړوند برخو کې له پاکستاني پوځیانو سره د طالبانو له نښتې خبر ورکوي.

یوه باوري ځایي سرچینه پنجشنبه د وږي پر لسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه نښته دوې ورځې مخکې د زابل ولایت د شملزوی ولسوالۍ په زنځیز سیمه کې شوې ده.

د سرچینو په وینا نښتې درې ساعته دوام کړی، چې په پایله کې یې ۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي او د طالبانو دوه کسان ټپیان شوي دي.

سرچینې د نښتې لامل د افغانستان خاورې ته د پاکستاني سرتېرو دننه کېدل بولي.

طالبانو او د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي توګه په دې هکله څه نه دي ویلي.

طالبان او پاکستاني پوځیان له دې مخکې هم په ډیورنډ کرښه کې سره نښتي دي.

ورته لیکنې

Back to top button