۸صبح، بغلان: بغلان کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې له طالبانو سره د مقاومت جبهې د ځواکونو له نښتې خبر ورکوي.
دغه نښته یکشنبه د لړم پر لومړۍ نېټه د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ فرغانبل کلي کې شوې ده.
د سرچینو په وینا دغې نښتې دوه ساعته دوام کړی دی، چې په پایله کې یې ۴ طالبان وژل شوي او ۲ نور طالبان ټپیان دي.
بغلان کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې شمالختیځ ولایتونو کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.