جوزجان کې د طالبانو امربالمعروف: له محرم پرته ښځې دې په ښاري موټرو کې نه سپرېږي

۸صبح، جوزجان: طالبانو ښاري ټکسي چلوونکو ته خبرداری ورکړی، چې په خپلو موټرو کې له محرم پرته ښځې سپرې نه کړي.

سیمه‌ییزې سرچینې سه شنبه د لیندۍ پر اتمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ادارې مامورانو د شبرغان ښاري ټکسي چلوونکو ته امر کړی، چې له محرم پرته ښځې په خپلو موټرو کې سپرې نه کړي.

په همدې حال کې یو شمېر موټر چلوونکي د دغه خبر په تایید وایي، چې د امربالمعروف ادارې کارکوونکو د شبرغان ښار په بازار کې ټولو ټکسي چلوونکو ته په شفاهي ډول امر کړی چې له محرم پرته ښځې سپرې نه کړي.

د شبرغان ښار یو ټکسي چلوونکی هدایت‌الله وایي: «د طالبانو د امربالمعروف ادارې کارکوونکو موږ ته خبرداری راکړ، چې که د اصولو خلاف عمل وکړئ زنداني کېږئ.»

شبرغان ښار کې ټکسي چلوونکي وایي، طالبانو همداراز ویلي چې له دې وروسته به د ټکسي چلوونکو پر کار جدي څارنه وکړي.

دغه موټر چلوونکي د طالبانو پر محدودیتونو له نیوکې سره وایي: «له اوسنیو شرایطو سره چې طالبانو لګولي دي زموږ لپاره به کار کول ستونزمن وي؛ ځکه ډېری مسافران مو ښځینه دي.»

د ویلو ده، چې د طالبانو امربالمعروف وزارت په ټول هېواد کې د ښځو پروړاندې محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتوي. موده مخکې یې د ننګرهار په څو ولسوالیو کې ښځو ته ویلي وو، چې له محرم پرته دې روغتونونو ته نه ځي.

ورته لیکنې

Back to top button