۸صبح، کابل: د قزاقستان څو ښارونو کې د حکومت په پر وړاندې د خلکو د لاریون دوام سره هممهاله د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغه وضعیت په تړاو اندېښنه ښوولې ده.
د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، قزاقستان کې وضعیت له نږدې څاري او د وروستیو ناآرامیو په اړه اندېښمن دي. د نوموړي په خبره، قزاقستان د افغانستان ګاونډی او سوداګریز شریک دی او د طالبانو سرپرست حکومت له دولت او معترضانو څخه غواړي، ترڅو د تفاهم او خبرو اترو له لارې ستونزې حل او ثبات او آرامي خپل هېواد ته راوګرځوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته د قزاقستان حکومت ځینو چارواکو او ډيپلوماټانو کابل کې د طالبانو د سرپرست حکومت له چارواکو سره لیدلي دي.
قزاقستان کې د سونتوکو بیې له لوړېدو وروسته خلکو د دغه هېواد څو ښارونو کې د دولت پر وړاندې لاریونونه پیل کړل او د ولسمشر او حکومت د استعفا غوښتنه یې کړې.
سره له دې چې په وروستیو څو ورځو کې د دولت هیات استعفا وکړه، خو لاریونونو دوام وموند او خلکو د آلماتا ښار پر هوايي ډګر او د دغه ښار د ښاروالۍ پر دفترونو یرغل وکړ.
د وضعیت له ترینګلتیا سره هممهاله د دغه هېواد ولسمشر قاسم جومارت توقایف د دوو اوونیو لپاره بېړنۍ وضعیت اعلان کړ او د روسیې په مشرۍ له امنیتي بلوک څخه یې د وضعیت د کنترول په موخه د مرستې غوښتنه وکړه.