طالبان په غزني کې د بشپړ شویو پروژو پیسې نه ورکوي

۸صبح، غزني: غزني کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبان د یو شمېر ودانیزو شرکتونو د بشپړ شویو پروژو پیسې نه ورکوي.
ځایي سرچینې شنبه د لړم پر ۱۳ وايي، ځینو ودانیزو شرکتونو چې پروژې له داوطلبۍ وروسته اخیستې دي او کار یې بشپړ کړی دی تر اوسه یې د پروژو پیسې نه دي ترلاسه کړې.
داسې برېښي چې طالبان پر ودانیزو کارونو د مخکیني حکومت د انجنیرانو څارنه نه مني او څو ملایان یې ګومارلي دي ترڅو د ودانیزو شرکتونو پر کارونو څارنه وکړي.
د سرچینو په وینا دغه ملایان پر پروژو څارنه نه شي کولای، له همدې امله د ودانیزو شرکتونو پيسې له طالبانو سره ګرو پاتې دي.
غزني کې طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې بشپړې شوې پروژې د غزني د پوهنې وزارت اړوند دي او لګښت یې د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف له خوا طالبانو ته په نقدي توګه ورکړل شوی دی.