طالب جنګیالي په پکتيکا کې یو صراف تښتولى دى

۸صبح، پکتیکا: په پکتیکا کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یو صراف د یوه طالب جنګیالي له خوا تښتول شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن سه شنبه (وري ۲۲مه)، د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، يوه طالب وسله وال په زوره د صراف لاسونه تړلي او موټر ته يې پورته کړی دی.

ویل کیږي، چې صراف په موټر کې دننه د لاسونو له خلاصولو وروسته، له طالب وسله وال سره په جګړه شوی، چې له امله یې ترافیکي پېښه رامنځته شوی.

له ترافيکي پېښې وروسته، سيمې ته د نورو طالبانو له رسېدو سره، معلومه شوه چې برمته کوونکى ددغې ډلې یو جنګيالی دى.

په پکتیکا کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تښتونې په پیښو کې، د طالب جنګیالیو ښکیلتیا، بې ساري نه ده. څه موده وړاندې د کابل ښار په شېرشاه‌مینه (څلورمه ناحیه) کې هم درې وسله وال طالبان، د یوه سوداګر د تښتولو پر مهال وژل شوي وو.

Back to top button