طالب جنګیالیو ښوونیزو مرکزونو ته په ورتلو د نجونو د ننوتو مخنیوی وکړ

۸صبح، کابل: د نجونو پروړاندې د پوهنتونو د تړل کېدو په اړه د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د فرمان له صادرېدو وروسته د دې ډلې جنګیالي ښوونیز بنسټونو ته ورغلي دي.
له کابله د محصلینو له منځه سرچینې چهارشنبه د لیندۍ پر دېرشمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبان سهار وختي پوهنتونونو ته ورغلي او د نجونو د دننه کېدو مخه یې نیولې ده.
په ټولنیزو شبکو کې هم یو شمېر نجونو د انځورونو په خپرولو کابل کې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو او ښوونیزو بنسټونو دروازې ته د طالبانو د ورتګ او پوهنتونونو ته د نجونو له ننوتلو د دې ډلې د مخنیوي په اړه لیکلي دي.
له پوهنتونونو د نجونو د منع کېدو لپاره د طالبانو د مشر فرمان په داسې حال کې د دې ډلې له خوا پلی شوی چې هېواد کې ښوونیز کال د پایته رسېدو په حال کې دی او پوهنتونونه د ازموینو د تېرولو په حال کې دي.
دغه فرمان چې تېره ورځ د طالبانو له خوا اعلان شو له پراخو نړیوالو او کورنیو غبرګونونو سره مخ شو او وغندل شو.