۸صبح، خوست: په خوست کې ځايي سرچينې په دغه ولايت کې د یوه وسلهوال طالب جنګیالي له لوري د يوه قومي مشر د وژل کېدو خبر ورکوي.
سرچينې د شنبې ورځ، د لړم میاشتې په ٢٧مه ویلي چې دغه قومي مشر پادشاهخان نيازی نومېده او د تېرې اونۍ د پنجشنبې په سهار د یوه طالب وسلهوال له لوري وژل شوى دى.
د سرچینې په وینا پادشاهخان د خوست مرکز اړوند د نیازي دېرې سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.
د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، د دغه قومي مشر په وژنې تورن کس په خوست کې د طالبانو د استخباراتو رياست کارکوونکى دى او اوس ازاد ګرځي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پېښې د عيني شاهدانو له څرګندونو سره سره، طالبانو دغه جنګيالی نه دی نيولي.
د یادونې وړ ده چې دغه قومي مشر د تېر حکومت پر مهال هم د ماين چاودنې کې په نښه شوى و او ورور يې په دې پېښه کې سخت ټپي شوى و.
د طالبانو له خوا د قومي مشرانو، پخوانیو سرتېرو او ملکي وګړو وژل کومه نوې خبره نه ده.