طالب جنګياليو په سرپل کې يو قومي مشر په دستمال زندۍ کړی دی

۸صبح، سرپل: په سرپل ولایت کې ځایی سرچینې وایي چې طالب جنګیالیو په دغه ولایت کې یو قومي مشر له کوره ایستلی او په دستمال سره یې زندۍ کړی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بلخاب ولسوالۍ د (پروشان) کلي قومي مشر غلام حسين چې د چهارشنبې په شپه، د غبرګولي په ۳۱مه، د طالبانو لخوا وژل شوى دى.

په همدې حال کې په سرپل ولايت کې طالب چارواکو دغه پيښه تاييد کړې ده او ويلي يې دي، چې د غلام حسين د وژلو په تور يې يو تن نيولى دى.

طالبان د دې پېښې لامل شخصي دښمني بولي.

په همدې حال کې د سه شنبې په شپه د غبرګولي په ۲۰ مه، د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ په (میرزاولنګ) کلي کې یو تن د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو.

د طالبانو لخوا د ملکي وګړو وژل کومه نوې خبره نه ده. تر دې وړاندې هم طالبانو په بېلابېلو پلمو ملکي وګړي وژلي دي.

ورته لیکنې

Back to top button