د هېواد په کچه د نجونو د ښوونځیو له تړل کېد شاوخوا ۱۵ میاشتې تېرېږي. طالبانو په دې موده کې د دغو ښوونځيو د نه پرانېستل کېدو لپاره ګڼ دلایل وړاندې کړي دي، خو هېڅ یوه یې د هېوادوالو او نړیوالې ټولنې قناعت نه دی برابر کړی. اوس دې ډلې پرېکړه کړې ده، چې په خپل رژیم کې د نجونو پر مخ ښوونځي د تل لپاره وتړي. ۸صبح ورځپاڼې هغه اطلاعات ترلاسه کړي دي چې ښيي، د طالبانو مشرتابه له یو کال او درېیو میاشتو سلا مشورو وروسته، پرېکړه کړې ده، چې د نجونو پر مخ ښوونځي د تل لپاره وتړي. خو د هېوادوالو د پراخو اعترضونو له وېرې یې تر اوسه دغه پرېکړه نه ده اعلان کړې. دا په داسې حال کې ده، چې طالبان تردې وړاندې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړل کېدو پر وروستۍ پرېکړې هم سره سلا شوي دي.
یوه باوري سرچینه۸صبح ته تاییدوي،چې د طالبانو مشرتابه پرېکړه کې ده، چې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي د تل لپاره تړلي پاتې شي. یوې معتبرې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل:« د ښوونځيو کیسه خلاصه شوه. پرېکړه وشوه، چې ښوونځيو ته اجازه نه ورکول کیږي. یوازې اعلان شوې نه ده، هغه هم ځکه چې د ولسي مظاهرو او اعتراضونو په تړاو اندېښنه شته.» سرچینه زیاتوي، چې طالبان به نور نړيوالې ټولنې او هېوادوالو ته د نجونو د ښوونځيو د نه پرانېستل کېدو کومه «پلمه» وړاندې نه کړي. د دې سرچینې په وینا، طالبان به نور له دیني ارزښتونو نه د خپلې انګېرنې پر بنسټ د چارو په ترسراوي کې ډيپلوماسي ونه کړي. ۸صبح ورځپاڼه تراوسه، نه ده توانیدلې چې د طالبانو وروستي پرېکړه لیک ته لاسرسی پیدا کړي.
سرچینې په داسې حال کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د دایمي تړل کېدو خبره کوي، چې تر اوسه د طالبانو پوهنې وزارت په دې تړاو څه نه دي ویلي. تر اوسه څرګنده نه ده، چې که د نجونو ښوونځي دایمي وتړل شي، د دولسمو ټولګیو ښځینه زده کوونکو ته به د فراغت ارتقا ورکړل شي او کنه؟ دغه راز د بل کال د کانکور ازموینې برخلیک هم نه دی څرګند شوی.
طالبانو تر دې وړاندې پرېکړه کړې وه، چې د مني سمسټر په پای کې پوهنتونونه د نجونو پرمخ وتړي. ۸صبح ورځپاڼې هغه اطلاعات ترلاسه کړي دي چې ښيي،طالبانو د کابینې په غونډو او د خپلو مشرانو په خصوصي غونډو کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو د اقدام خبره کړې ده. سرچینو تایید کړې ده، چې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړل کېدو مسأله د کابل پوهنتون په یوه غونډه کې هم مطرح شوې او بحث پرې شوی دی.
د نجونو ښونځیو بند پاتې کېدو لپاره د طالبانو دلایل
طالبانو پر کابل د خپلې ولکې په لومړنیو ورځوکې امر ورکړ، چې د نجونو ښوونځي دې تر امرثاني پورې تړلې وي. اوس چې له دغې اعلامیې نه ۱۵ میاشتې تېرې شوې، تر اوسه هم د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي نه دي پرانېستل شوي. طالبانو په دې موده کې د عامه افکارو او نړېوالې ټولنې تر فشارونو لاندې هرې پلمې ته لاس اچولی و، د نجونو زده کوونکو د یونېفورم له بدلونه نیولې له « شرعي قوانینو او د افغانستان له دودونو» سره سم د نصاب تر بدلون او دغه راز کلتوري لاملونو پورې.
د نجونو او ښوونکو د یونېفورم بدلېدل
د طالبانو پوهنې وزارت د وري میاشتي پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي پراېستل کیږي. خو د درسونو د پېلېدو په لومړیو ورځو کې له خپل دریځه په شا شول او بیا یې اعلان وکړ، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي به تر بلې خبرتیا(امرثاني) پورې تړلي وي. د دې ډلې ویاندویانو ویلي وو، چې له «شرعي قوانینو او د افغانستان له دودونو» سم به د ښځینه زده کوونکو او ښوونکو د یونېفورم په تړاو له پرېکړې وروسته، د نجونو ښوونځي بېرته پرانېزي، خو د وري پردرېیمه دې ډلې خپله پرېکړه بېرته واخیسته او اعلان یې وکړ، چې تر اوسه د ښځینه زده کوونکو د حجاب د ډول په تړاو کومه پرېکړه نه ده شوې.
په ښوونیز نصاب کې بدلون
طالب چارواکو په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د نه پرانېستل کېدو په تړاو د هېوادوالو له پراخو اعتراضونو وروسته، اعلان وکړ، چې په ښوونیز نصاب کې به د بدلونونو په راتلو سره د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېستل شي. د طالبانو د پوهنې وزارت مرستیال تر دې وړاندې ویلي وو،چې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځيو د نه پرانېستل کېدو لامل، په ښوونیز نصاب کې ستونزې دي او په دې برخه کې به تر بیا کتنې وروسته، د نجونو ښوونځي پرانېستل شي.
کلتوري ستونزه
د طالبانو د پوهنې وزارت مخکیني سرپرست، نورالله منیرد نجونو د ښوونځيو د نه پرانېستل کېدو لامل کلتوري ستونزې بللې وې. هغه د پوهنې وزارت د مشرۍ پرمهال ویلي وو:« خلک د نجونو له زده کړو سره نه، بلکې له کوره د خپلو لوڼو له وتلو سره حساسیت لري او په دې برخه کې افغانانو کلتور سخت حساس دی. د منیر دغه څرګندونې د هېوادوالو له سخت غبرګون سره مخ شوې دي.
د ښوونځیو دایمي تړل کېدو ته غبرګونونه
په همدې حا کې، یو شمېر ښځينه زده کوونکې چې شاوخوا ۱۵ میاشتې کیږي، له چورلټې بې برخلیکۍ سره مخ دي، خپلې راتلونکي ته اندېښمنې دي. دوی لاهم تمه لري، چې د ښوونځیو دروازې یې پرانېستل شي. مهرانګیز هغه زده کوونکې ده، چې څه باندې یو کال په بې صبرۍ سره د نجونو د ښوونځیو پرانېستل کېدو ته په تمه وه. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د ځان او نورو نجونو د ناهیلۍ خبره کوي. دغه زده کوونکې وایي:« ناهیلې شوې یم، موږ ټولې فکر کوو چې پر ټولنې یو اضافه بار یو. زموږ ټولې هیلې له منځه تللي او د دې خبرې په اورېدو لا له منځه ولاړې. نور د دې ټولنې برخه نه یو. بالاخره موږ ودوي او اړ یو چې اولاد داري وکړو، د کور کار وکړو، خپلې هېڅ هیلې ته نه رسېږو.»
بل خوا، د ښځو د حقونو فعاله مېرمن احمدي ( مستعار نوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:« طالبانو په تېر څه باندې یو کال کې د ښځو ټولې هیلې له منځه وړې دي. اوس چې په افغانستان کې له هرې ښځې سره خبرې کیږي، خپله هیله یې له لاسه ورکړې ده او هیله لري چې له هېواده ووځي. دا ناهیلي د ښځو د ارزښتونو د بشپړ سقوط او له منځه تلو په مانا ده.» د ښځو د حقونې د دغې فعالې په وینا، لاهم یو شمېر ښځې او نجونې راتلونکي ته لږ هیله منې دي، خو د نجونو د ښوونځي په دایمي تړل کېدول سره، نجونې او ښځې د ژوندانه له ټولو برخو په بشپړ ډول حذف کیږي او دا د طالبانو پراخې ناوړه ګټې اخیستنې ته زمینه برابروي. د ښځو د حقونو دغه فعاله ادعا کوي،چې اوس مهال ګڼې نجونې د طالبانو او لوړ عمره کسانو له لوري په اجباري ډول نکاح کیږي او که ښوونځي د تل لپاره وتړل شي، نور د نجونو راتلونکي ته هېڅ هیله نه پاتې کیږي.
په اتریش کې د افغانستان سفیره منیژه باختري له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې افغان ښځې د طالبانو له واکنمنېدو وروسته، له جنسیتي ظلم، پلان شوي تبعض او بیلابیلو تاوتریخوالو سره مخ دي او د ښځو د زده کړو له حقه انکار، د ښځو پروړاندې یو له ترټولو لویو تاوتریخوالو دی.
په اتریش کې د افغانستان سفیره زیاتوي:« سره له دې چې په لومړیو میاشتو کې د ښوونځيو پرانېستل کېدو ته لږ هیلې وې، د نږدې ۱۶ میاشتو له تېرېدو وروسته، هیلې لمر ته د کنګل پر اېښودو بدلې شوې دي. طالبان په حقیقت کې په دې کړنې سره خپل اصلي جوهر چې له تمدن او ښځو سره ضدیت دی، ښکاره کوي. تر ټولو واقعي سناریو داده، چې طالبان له خپلې وچې ایډيولوژۍ نه، نه راوځي او که له هغې پرته پر بل څه فکر وکړي، په حقیقت کې به د طالب نوم ونه لري.»
مېرمن باختري د نجونو د ښوونځيو د دایمي تړل کېدو د پایلو په هکله وایي:« دا جاهلانه پرېکړ به د افغانستان د ښځو څو نور نسلونه هم له ننګونو سره مخ کړي. همدا اوس د زده کړو بندېدل او په کور کېناستل د دې لامل شوې دي، چې زرګونه ځوانې نجونې، د اجباري، کم عمره او نا مناسبو ودونو په لومه کې ولوېږي.»
په اتریش کې د افغانستان سفیره، په دې باورده، چې نړیواله ټولنه به د طالبانو د دې پرېکړې پر وړاندې غلې پاتې نه شي او د دې ډلې د نور تحریم او انزوا لپاره به ګامونه واخلي. د هغې په وینا، په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو دایمي تړل کېدل له نړیوالې ټولنې نه د افغانستان د حذف کېدو په مانا دي او پر همدې بنسټ به، طالبان په نړیوالو معاملو کې د تعامل او ګډون فرصت ونه لري. مېرمن باختري ټینګارکوي، چې د نړۍ عمومي افکار به له افغان ښځو سره وي او د «خورګلوۍ» پیوستون به دوام ولري. د هغې په وینا، نړيواله ټولنه به په لنډ مهال کې نور عملي ګامونه وانخلي او د طالبانو پر دروغو ژمنو په باور سره به، د ډیپلوماسۍ تر ټولو کم لګښتې حل لارې ته چې ډيپلوماسي، تدریجي فشار او داعلامیو خپرول دي، مخه کړي، او دا به د نورظلم او تبعیض په مانا وي.
منیژه باختري څرګندوي:« زه یو نړیوال پلټفورم په لاس کې لرم، له هرې شېبې، دقیقې او چانسه مې ګټه پورته کړې ده او ګټه پورته کوم چې واقعیتونه هغه ډول چې دي، څرګند کړم نه هغه ډول چې د طالبانو لابیګران ښيي. او په دې توګه دغې ربړې او نه بښل کېدونکي ظلم ته د نړیوالو ټولنې پام راواړوم.»
نړیوال غبرګونونه
تر هغې وروسته چې طالبانو د نجونو د ښوونځیو دروازې وتړلې، هېوادونو، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو د طالبانو دا کړنه وغندله او په افغانستان کې یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د پرانېستلو غوښتنه وکړه. د یوکال او درېیو میاشتو په تېرېدو سره ټولو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې په پرلپسې توګه له طالبانو نه غوښتې دي، چې د نجونو د ښوونځيو دروازې پرانېزي.
په ترټولو تازه مورد کې، د ملګروملتونو د اووه اویایمې عمومي اسامبلې ګډونوالو ویلي دي، که طالبان د نجونو ښوونځي پراننیزي او د ښځو حقونه او بشري حقونه رعایت نه کړي، د نړیوالې ټولنې له لوري دې د په رسمیت پيژندو هیله نه لري. په دې موده کې امریکا متحده ایالتونو، اروپايي ټولنې، د سیمې لویو هېوادونو او د افغانستان ګاونډیانو د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځيو د نه پرانېستل کېدو پر دوام خواشیني څرګنده کړې ده او له طالبانو یې غوښتې دې چې د ښځو د حقونو درناوی وکړي.