د طالبانو عمومي عفوه!

لیکوال: اتل سالار هاشمي

طالبانو د دولت تر سقوط وړاندې د هغه پر دفاعي ځواک یو کاري ګوزار داسې وکړ چې خپلو ټولو مخالفو کسانو ته يې د عمومي عفوې په اعلان سره، د هغوی خواخوږي د ځان لپاره جلب کړه او په عیني حال کې يې د دوی په وړاندې له مخالفت څخه لاس اخیستلو ته هم وهڅول. ورسره جوخت يې د ځان په ګټه یوه تبلیغاتي وسیله هم کړه چې وګورئ تر شل کاله جنګ وروسته يې ټولو فکري او سیاسي مخالفینو ته عفوه وکړه، دا کیسه نو د طالبانو د مطبوعاتي کسانو له لوري د خپل ځان په ګټه ښه ډېره وشاربل شوه.

خبره داسې ده چې د طالبانو عفوه یوازې په رسنیو کې تر اعلان او په کاغذانو کې صرف تر لیکلو پورې محدوده پاته شوه.

د طالبانو دې خبرې پراخ انعکاس درلود، اما پر هغو حقیقتونو چا فکر ونه‌کړ چې تر دې اعلان وروسته د طالبانو له لوري ترسره شول. طالبان په عمل کې له هغه څه ډېر بېل دي چې پر خوله يې بیانوي، د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد، دومره په سپين سترګي خلاف واقعیت بیان ورکوي، چې تر ننه ما د یوه دولت ویاند دومره له واقعیتونو سره متضاد نه دی لیدلی.

طالبان په ویناؤ کې له ملت او نړیوالو سره یو ډول وي، کله چې خبره د عمل ځای ته را شي، بیا له ملت او نړیوالو دواړو سره خبره ورانۍ ته ودرېږي. دوی فکر کوي چې د عمومي عفوې په اعلان سره به هغه واقعیتونه پټ کړي چې دوی په شل کلنه جګړه کې د تاریخ پر اوسپينیزه سینه رسم کړل یا هغه حقایق به مسخ کړي چې واک ته تر رسېدو وروسته يې پخپلو غیر قانوني او بشریت ضد کړنو سره د تاریخ په حافظه کې ثبت کړل.

په طالبانو کې سل سلنه ثابت حقیقت دا دی چې تر ټولو ډېر جنګیالي او قاتل په طالبانو کې ډېر زیات نفوذ لري! د طالبانو اوسني داخله وزیر سراج الدین حقاني پخپله یوه وینا کې دا ومنله چې یوازې د ده په لاس پنځلس سوه (۱۵۰۰) ځانمرګي بریدګر هغه، پخپله عملیاتو ته لېږلي دي! د دفاع وزیر يې هم یو جنګیالی دی، لویه برخه والیان، امنیه قومندانان، ولسوالان، ښاروالان او د نورو دندو اشغالونکي طالبان، جنګي سابقه لري، ځکه دوی له دې جنګ پرته بل هنر نه لري؛ نو همدا وجه ده چې په طالبي لیکو کې هنر جنګ دی، وژنې دي، قتل او غارت دی. د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد، په یوه وینا کې جوته کړې وه چې زموږ د کسانو لپاره په امتحان کې معیار تعلیم نه؛ بلکې د زیاتو ټانګانو الوزل دي.

له دې ښکاري چې طالبانو ته یوازې پخپلو لیکو کې جنګي او جګړه مار کسان ډېر مهم دي. دوی قدرت په همدې جنګي ډله انحصار کړی دی. خلکو دوی ته د رايې په کارولو سره واک نه دی ور کړی! دوی هر وخت د زور له لارې قدرت ته رسېدلي دي او دا ځل هم دغسې شوي دي.

نو طالبي عفوه یوازې یو خطا ایستونکی او غلونکی شعار پاته شوه؛ نه په عمل کې چا عفوه ولیده او نه طالبانو د زړه له کومي خپلو مخالفینو ته عفوه کړې وه! موږ د سقوطو په ورځو کې ولیدل چې له ګڼو ځایونو د خپل سرو وژنو راپورونه نه یوازې نړیوالو رسنیو خپاره کړل؛ بلکې د سیمې خلکو به هم تایید کړل. ډېری کسان دومره مشهور و چې په وژلو يې خبره همدلته نه خلاصېده، د هغوی وژنو پر طالبانو د خپل‌سرو وژنو او صحرايي محاکمو نیوکې را پورته کړې. د بشري حقوقو نړیوالې ادارې، څو پلا طالبان په بشریت ضد جرایمو سرته رسولو تورن کړل.

عفوه یوازې یو غولونکی شعار پاته شو! زه له لومړۍ ورځې ډارېدم چې اسلامکارې ډلې، هر وخت دیني مفاهیم یوازې د خپلو ګټو د خونديتابه او مخالفینو د ټکولو لپاره استعمالوي! دغه عفوه يې هم له دغه ډول چلول څخه نه وي؛ اخر هماغه څه وشول چې موږ ترې وېره درلوده!

د ننګرهار له بهېدونکي سینده د سلګونو کسانو جسدونه، په داسې حال کې را ایستل شوي دي، چې لاسونه يې تړلي، په بدن پسې يې درانه شیان تړل شوي وي؛ څو يې اوبه سرته را پورته نه کړي! دا خبره یوازې د نړیوالو رسنیو نه ده؛ بلکې د سیمې ټولو اوسېدونکو تایید کړې ده؛ د عیني شاهدانو ویډیويي او صوتي مرکې اوس هم په ټولنیزو رسینو کې ثبت دي او هر څوک يې لیدلای شي.

د طالبانو د وژلو پلمې هله نورې پياوړې شوې چې د اسلامي امارت پر ضد د مقاومت جبهې او داعش خراسان څانګې مقاومت اعلان کړ! په دې سره طالبانو ته پلمه په لاس ورغله، چې هم له دې وسیلې په کار اخیستلو هم فکري مخالفان وټکوي او هم سیاسي! ګڼ سلفي او وهابي مسلکه ملایان او عام خلک يې ووژل، پلمه يې ورته دا کوله چې دوی له داعش خوارجو سره لاس لري. په شمالي ولایتونو کې يې ګڼ کورونه په دې پلمه وپلټل، خلک يې ونیول او ان وې وژل چې د مقاومت د جبهې ملاتړی تور يې ور پورې کړی و.

بالمقابل چې د طالبانو شل زره کسان، د دولت په زندانو کې ژوندي ناست ول، هيڅوک يې نه وژل کېدل، ان ځینو محبسونو ته به د زندانیانو ښځې ور وستل کېدې. دوی به په یو څه وخت کې له خپلو ښځو سره کوروالی کاوه او دا کار په کندهار زندان کې بیخي ډېرو زندانیانو کاوه. دغه بندي کسان چې د هر جرم په ترسره کولو نیول شوي ول، لویه برخه يې ازاد شول. او نن هم د طالبانو په لیکو کې خپل ډېر نفوذ لري. د انس حقاني په شان مشران يې دولت ونیول، بېرته يې ژوندي خوشي کړل، د بشر نورزي په نوم مالي ملاتړ کوونکی حامي يې ونیول شو، بېرته ژوندی را خوشي کړل شو.

حقیقت دادی چې طالبانو نه په تېرو شلو کلونو کې پر خپلو مخالفانو رحم کړی دی؛ بلکې په ډېره بې‌رحمۍ يې بې‌دریغه وژلي دي. ښه ډېر شمېر کسان د همدې مقتولینو په جمله کې پېژنم، چې یوازې د ګومان له مخې طالبانو وژلي دي او هيڅ ډول داسې تور نه دی پر ثابت شوی چې له مخې يې وژل روا شي.

جمهوري نظام او دولت د طالبانو هغو کسانو ته له ځانه د دفاع او مدافع وکیل حق ورکړی و، چې له وسلې سره لاس په لاس نیول شوي، یا د تخریب پر مهال نیول شوي، په وسله واله نيښته کې ونیول شوي، پر قاچاقو او اختطاف ګیر شوي و، دې ټولو ته يې د دفاع حق ور کړ، مدافع وکیلان يې در لودل، محکمه يې علني کېده، د یوې پرېکړې پر ضد يې بېرته درخواست بلې محکمې ته کولای شوای. دغه ټول کارونه دوی یادوي هم نه، خو خپله یوازې د غولونې عفوه، خلکو ته جګه جګه کوي!

هغه وخت چې طالبانو په ډېره بې‌رحمۍ او بې‌باکۍ د دولت ملکي او نظامي غړي وژل، له دولت سره هم د طالبانو د نظامي، فرهنګي او تبلیغاتي برخې کسان بندیوان ول، دولت هم کولای شوای چې له دښمنه د کسات اخیستلو په نیت، دغسې اقدام وکړي، اما دا کار يې ونه کړ. د طالبانو د تبلیغاتو کسان به کابل کې پر تلویزیون ناست و، د طالب جنګ ته به يې د مشروعیت دلایل تراشل، دولت ونه نیول، خو طالب ته چې مازې نن څوک په یو څه کږه یا نیغه سترګه وګوري، دوی بیا د تورو تمبو شاته غورځولي وي.

د طالبانو د عمومي عفوې اعلان له دې ځایه دروغ ښکاري چې په کندهار کې د (خاشه) په نوم یو بې‌چاره باندې يې هم زړه ونه سوځېد. د هغه پر کورنۍ يې زړ سوی ونه کړ، د هغه ښځه او ماشومان يې سترګو ته ونه درېدل، هغه د خدای لېونی او بې‌چاره انسان يې له کوره وایستی، په موټر کې يې د ویډیو مخته تشدد پر وکړ او بیا يې غریب قتل کړ!

د سپين بولدک تر نیولو وروسته، د نړیوالو ادارو له لوري په را اخیستلو شویو ارقامو کې، د ۴۰ کسانو د مړینې یادونه شوې ده چې له هر ډول محکمې پرته په مرموز ډول، د طالبانو له لوري وژل شوي دي. په دوی کې د (ګوډفدا) دوه هلکان زامن هم ول، چې طالبانو مړه کړل.

دغه ډول پېښې هر ځای وشوې، هر ښار او سیمې ته تر ورتلو وروسته، خپل‌سرې او مرموزې وژنې طالبانو وکړې. د عفوې اعلان یوازې ددې لپاره وو چې په دې وسیله سره تر خپلو مخالفانو لاس‌رسی پيدا کړي! په دې کار سره تر یوه حده بریالي هم شول او ښه ډېر کسان چې د جنګ په ګواښونو يې نه شوای نیولای، خو د عفوې په غولونکي شعار سره يې ونیول او د ادعاشوي کسات په توګه يې ووژل.

زما په نظر د جمهوريت له لوري نړیوالو او خپلو قوانینو ته ژمنتیا دومره وه، چې د طالبانو په شان د تخریب استازو هم په کې د ژوند چانسونه وخوړل، اما بلخوا د طالبانو په اسلامي نظام کې خپلو ادعا شویو اسلامي قوانینو ته دوی دومره ژمنتیا نه لري چې له ورکړي امان سره يې په زرګونو کسان تر تيغ تېر کړل.

د طالبانو او دولت تعامل اصلاً سره د مقایسې وړ نه دی. تېردولت په واقعي توګه د یوه دولت تعامل کاوه، بالمقابل يې طالبي جنګي ډله، د یوې جګړه مارې ډلې تعامل لري او په تېر کې يې هم کاوه.

دولت د بیان ازادي ته ژمن پاته شو، انساني حقوق يې په قانون کې په واضح ډول مشخص کړي وو. همدا قوانین يې په محکمه کې چلېدل، په داسې حال کې چې تر دولتي چتر لاندې ډېر غله، زورواکي، مفسدین، قاتلان او له قانونه سرغړونکي کسان هم را ټول ول. له دې سره ډېرې کمې خپل سرې وژنې وشوې، د طالبانو لویه برخه بندیان بیا هم طالبانو له زندانو پخپلو لاسونو ژوندي را خوشي کړل، مګر همدغو بندي طالبانو پر هغو کسانو رحم ونه کړ چې کلونو یا میاشتې له دوی سره په همدې زندان کې، د ساتلونکي په توګه پاته شوي ول!

زه له طالبانو تر دې د زیات ښه تعامل او برخورد تمه هم نه‌لرم، هغوی د یوې جنګي جنایتکارې ډلې په توګه، د همدې کار لپاره کلونه کلونه روزل شوي دي. دغه کارونه يې اوس عادت شوي دي. له طالبانو د عفوې او عدالت غوښتنه حماقت دی؛ خو دلته مې لیکل ځکه پر وکړل، چې طالبان یا ځينې ملاتړي يې یو څه پخپلو ګرېوانو کې کتلو ته اړ کړم، که نه د هغوی د بشریت ضد کړنو په اړه لاسوندونه دومره دي، چې دلته يې نه د ټولو یادولو ته اړتیا شته او نه د یادو شویو لپاره ریفریسنه زما په نظر اړین دي، ځکه د ملایانو په خبره چې دغه بیخي بدیهي دي.

خلک څه ښه وایي: لمر په توګو نه پټېږي.

ورته لیکنې

Back to top button