۸صبح، کابل: پنجشېر کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د دغه ولایت په دره ولسوالۍ کې لسګونه ملکیان نیولي دي.
سیمهییزو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې چهارشنبه د کب میاشتې پر ۳ نېټه د درې ولسوالۍ د پامیر له کلي شاوخوا ۵۰ تنه ملکي وګړي د طالبانو له خوا ونیول شول.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په نيول شويو کسانو کې ماشومان، ځوانان او سپینږیري شامل دي.
تر اوسه د نیول شویو کسانو د برخلیک په اړه معلومات نشته.
په پنجشېر ولايت کې طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
طالبان تل په پنجشیر کې له هرې وسلهوالې نښتې وروسته خلک نیسي، شکنجه کوي او ځوروي.